امنیت

د قندهار پر هوايي ډګر شپږ توغندي توغول شوي دي

– کابل/ د وري ۱۸ مه/ باختر
وسله والو طالبانو په قندهار کې د احمدشاه بابا پر نړیوال هوايي ډګر شپږ توغندي توغولي؛ خو مالي او ځاني زیان نه لري.
ځايي سرچینې وايي چې ۴ توغندي احمد شاه بابا نړېوال هوايي ډګر ته نږدې او دوه نور ۲۰۵ اتل قول کې دننه لګېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن سهار څلور نور توغندي هم د قندهار ولایت مقام ته څېرمه او د جنرال عبدالرازق له مقرې سره لګېدلي و.
ویل کېږي دغه بریدونه وسله والو طالبانو پر ارغنداب ولسوالۍ د بهرنیو ځواکونو د بریدونو په غبرګون کې کړي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته