کابل، د وري ۲۸ مه، باختر
د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د پنځم منار د بیا ټینګښت چارو د پیل خبر وکړی دی.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د لرغون پوهنې آمر ابوذر مظفري د باختر آژآنس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د آغاخان بنسټ په مالي ملاتړ د هرات د پنځم تاریخي منار د ټینګښت چارې پيل شوې دي.
هغه زیاته کړه چې لومړی فاز یې د اوسپنې په واسطه درول شوی او دویم فاز یې بې له کومې وسیلې درول کېږي.
ورته مهال د آغاخان بنسټ مسوول محمد داوود صادق بیا ویلي چې د یاد تاریخي منار د پاک کارۍ او د لرغونو دېوالونو د مشخص کولو لړۍ پیل شوې او د پلان مطابق د اصلي دېوالونو ترڅنګ تقویتي دېوالونه هم جوړېږي تر څو منار د پخوا په شان مستحکم ودرېږي.