سیاستخبرونهټولنهTOP

د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د عالیقدر امیر المؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله آخندزاده (حفظه الله) د مبارکۍ پیغام

کابل، د چنګاښ ۱۵ مه ،باختر
بسم الله الرحمن الرحیم
الله أکبر الله أکبر، لآ إله إلا الله والله أکبر، الله أکبر ولله الحمد
إن الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده الله فلا مضل له، ومن يضلل فلا هادي له، ونشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، اعز جنده، ونصرعبده و هزم الاحزاب وحده، ونشهد أن محمدا عبده ورسوله صلى الله وسلم عليه وعلى آله وصحبه أجمعين, أما بعد:
فقد قال الله عزوجل: إِنَّآ أَعْطَيْنٰكَ الْكَوْثَرَ ، فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ، إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ. صدق الله العظیم.
ژباړه: بیشکه موږ درکړی دی تاته کوثر(ډير خیر یا ویاله په جنت کې) نو لمونځ کوه، لپاره د رب خپل او قرباني کوه، بی شکه دښمن ستا همغه دی بی بنیاده، له هره خیره منقطع.
و ایضا قال الله تعالی: قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ‎﴿١٦٢﴾‏ لَا شَرِيكَ لَهُ ۖ وَبِذَٰلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ ‎﴿١٦٣﴾‏.
ژباړه: ووایه (ای محمده! دوی ته) بیشکه لمونځ زما او قربانۍ زما او (طاعتونه) ژوند زما او مرګ زما (پرصالح عمل) خاص الله لره دي، چې رب (پالونکی) د ټولو عالمیانو(د جهان) دی، نشته هیڅ شریک ده لره (په دغو تیرو عبادتونو کې) او په همدې (توحید) امر(حکم) کړی شوی دی او زه اول د مسلمانانو یم (الله ته د غاړې ایښودونکو) څخه یم.
د افغانستان مسلمان او مجاهد ملت او ټول اسلامي امت ته!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
ــ لومړی ټولو مسلمانانو، هېوادوالو، د شهیدانو کورنیو، کونډو او یتیمانو ته د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت مبارکي وایم، الله تعالی مو قربانۍ، حجونه، صدقات، دُعاګانې او ټول نیک اعمال په خپل عالي دربار کې قبول کړه.
الله تعالی دې زموږ د ملت ستونزې او ستړیاوې او د ټولو اقشارو هغه ستومانۍ پخپل عالي دربار کې قبولې او منظورې وګرځوي چې د هېواد د آزادۍ او اسلامي نظام د اقامې لپاره يې وګاللې ، آمین یاربَّ العلمین.
ــ ګرانو هېوادوالو!
الحمدلله دا ځل لوی اختر په داسې حالت کې نمانځو چې د الله جل جلاله په فضل او کرم سره هېواد مو په بشپړ ډول آزاد شوی، اسلامي نظام قایم دی، ټول ملت مو د امن، آرام او اخوت په فضا کې ژوند کوي.
دا ستره فتحه یوازې د اسلامي امارت او د سنګر د مجاهدینو نه؛ بلکې د ټول ملت را سره شریکه ده چې په شل کلن جهاد کې يې هر ډول تکلیفونه راسره وګالل تر څو مو هېواد له اشغال څخه آزاد شو.
ــ د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې د اسلامي شرعي نظام د قیام ترڅنګ، امنیت، پرمختګ او د دې هېواد د بیا رغونې لپاره هر ډول هلو ځلو ته خورا جدي متوجه دی.
ـــ الحمدلله وروسته له ځنډ څخه سږکال زموږ ډېر هېوادوال یو ځل بیا د اسلام د یوعظیم رکن د حج سترې فريضې اداء کولو لپاره حرمينو ته تللي دي، الله تعالی دې د دوی ټول عبادتونه او دعاګانې قبولې کړي او الله تعالی دې په خير خپلو کورونو ته راورسوي او الله پاک جل جلاله دې د دوی او د ټولو حاجیانو حج مبرور وګرځوي. هيله لرو چې حاجي صاحبان په خپلو نېکو دعاګانو کې موږ او د اسلامي امارت ټول مسؤلين ياد کړي، د هيواد د پرمختګ او د اولس د هوساينې او خوښيو لپاره هم دعاګانې وکړي.
ـــ موږ ګاونډیو او د سیمې او نړۍ هېوادونو ته پوره ډاډ ورکوو، چې افغانستان به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې زموږ له خاورې څخه په استفاده د نورو هېوادونو امنیت ته ګواښ پيښ کړي.
همدا ډول له نورو هیوادونو څخه هم غواړو چې زموږ په داخلي چارو کې هيڅ ډول مداخله ونه کړي.
ـــ موږ د امریکا په شمول له ټولې نړۍ سره د متقابل تعامل او تعهداتو په چوکاټ کې ښې او پياوړې دپلوماتیکي، اقتصادي او سیاسي اړیکې غواړو او دا د ټولو جهتونو په خیر بولو.
ــ افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، د هېواد په بیا رغونه کې باید ټول ونډه واخلو دا مو هیوادنۍ مکلفیت او دیني وجیبه ده، په ټولو جهتونو غږ کوو چې موږ له هیچا سره ذاتي دښمني نه غواړو، زموږ غېږه د خپلو هېوادوالو پرمخ خلاصه ده. زموږ دوستي او دښمني د اسلامي اصولو پر بنا ده.
ــ دا چې له بهر څخه افغانان بیرته خپل هیواد ته د راتګ په حال کې دي، نو د تماس کمېسیون ته لارښوونه کوم هغه افغانان چې هېواد ته راځي د هغوی سره ټولې شوې ژمنې پوره کړي، د هغوی سر، مال او عزت ته څوک زیان درنه ونه رسوي.
ــ څوک چې له اسلامي نظام سره د مخالفت هڅې کوي او په هېواد دننه او بهر د دسیسو ښکار ګرځي، په هغوی غږ کوم چې باید له تیرو ترخو تجربو څخه زده کړه وکړي، نور د فتنو او فساد خپرول، د جنګ او بې امنۍ کوښښ کول د هیچا په ګټه نه دي، غوره ده چې د دغسې ناوړه حرکاتو څخه لاس واخلئ او د اسلامي شرعي نظام د حاکمیت تر چتر لاندې هوسا ژوند ته را وګرځئ.
ــ اسلامي امارت ټولو هغو مشکلاتو ته متوجه دی چې زموږ خلک ورسره مخ دي، د اقتصاد پياوړتیا، بیا رغونه او د باقي پاتې مشکلاتو لیری کول زموږ او زموږ د ملت مشترک مسئولیت دی، راځئ چې لاسونه سره ورکړو، په ټولو مشروع امورو کې یو د بل ملاتړ وکړو او دا هیواد پخپل لاس بیرته آباد او سوکاله کړو.
په خپل ولس مو باور دی چي د تل په څير به له اسلامي نظام څخه خپل کلک ملاتړ ته دوام ورکوي، د هغو علماوو متدینو مخورو او سپين ږیرو اقدامات د قدر وړ دي چې په دا وروستیو کې په کابل کې په یوه ستره غونډه کې سره راټول شول، له اسلامي امارت څخه يې خپل حمایت اعلان کړ او د ملت په خیر او ګټه یې سپارښتنې وکړي.
له دغو علماء کرامو او مشرانو څخه غواړو چې لا هم خپلې هلې ځلې ونه سپموي او د سولې، امنیت او آبادۍ د دوام او استحکام لپاره لاهم له اسلامي امارت سره همکاره واوسي.
ــ د ښوونې او روزنې بهیر ته اسلامي امارت خاصه توجه کوي، خصوصا په دیني لحاظ د اولادونو تعلیم او تربیې ته او ترڅنګ یې د عصري علوموتربیې ته، دا ټول هغه څه دي چې اسلامي امارت يې اهمیت درک کوي او د ترقي لپاره به يې هڅې کوي. ان شاءالله تعالی
ــ اسلامي امارت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په چوکاټ کې د سمع شکایاتو اداره لري، هیوادوال کولای شي چې د هرډول ظلم او زیاتي په صورت کې د سمع شکایاتو له ادارې سره تماس ونیسي او خپل شکایت ثبت کړي.
همدا ډول د سمع شکایاتو کارکونکوته ځانګړې لارښوونه کوم چې د خلکو د شکایت په اوریدو کې خورا جدي واوسي، هر شکایت ښه تعقیب کړي، رسیدګي ورته وکړي او د شکایت کوونکي شکایت رفع او دفع کړي، په دې لاره کې که لا ډيرو اجراآتو ته اړتیا پيښیده له سترې محکمې او نظامي محاکمو څخه ځانګړې همکاري غوښتلی شي.
ــ د روغتیا په برخه کې خلکوته تر ممکنه حده پورې سهولت برابرول هم د اسلامي امارت دنده ده، د صحت وزارت ته مو لارښونه داده چې حتی الامکان په ټولو نږدې او لیرې پرتو سیمو کې روغتونونه، صحي کلینیکونه او مرکزونه فعال وساتي، وده ورکړي او د صحت مسئلې ته لاهم توجه وکړي، له نړیوالو او داخلي روغتیايي بنسټونو سره د دوامداره اړیکې په وسیله د خپلو هیوادوالو لپاره د صحي چاپریال په پراخولو او لا ډير خدمت کولو کې ډير کوښښ وکړي.
ــ دیني علماء کرام دې په ټول هیواد کې د خلکو په دین پوه کولو او د خلکو د اعمالو اصلاح ته د امربالمعروف، معارف او عالي تحصیلاتو وزارتونو سره په همکاري ډيره توجه وکړي، هر ملت او هیواد هغه مهال د عزت او ريښتونې امن او سوکالۍ خوند څکلی شي چې له الله تعالی څخه بغاوت او سرکشي په کې نه وي، نو د خلکو د اصلاح او په دین باندې د خبرولو دنده علماء کراموته سپارل شوې، هغوی باید په دې برخه کې لاهم خپل مکلفیت په احسنه وجه ادا کړي، په جوماتونو، غونډو، رسنیو او پروګرامونو کې د خلکو د اصلاح او ذهني تنویر کوښښ وکړي او هغوی ته د نیک هدایت وسیله شي.
ــ اسلامي امارت د هېوادوالو هرډول حقه حقوقو ورکولوته ژمن دی، ځکه چې اسلام موږ ته د ټولو خلکو د حقوقو د ورکولو او ساتلو امر کوي، همدا راز به د شریعت مطهره په چوکاټ کې د ښځو د حقوقو په تامین کې کوښښ کیږي. ان شاءالله.
اسلامي امارت د اسلامي اصولو او شریعت په رڼا کې د هیواد د ملي منافعو په چوکاټ کې د بیان آزادۍ ته متعهد دی، ژورنالیستان دې د دغو دوه مهمو ټکو په نظر کې نیولو او د ژورنالیزم د اصولو په مراعاتولو سره خپل فعالیت کوي.
ــ ټول سالم او متدین مخلص، با استعداده او مسلکي اقشار، چې بې داغه سابقه ولري، ډاکټران، انجنیران او تعلیم یافته او ټول هغه کادرونه چې د ولس خدمت کولای شي، ملي تجاران او سرمایه ګذران باید پوه شي چې زموږ هیواد د دوی استعدادونو، لارښونې او کار ته ډيره اړتیا لري، اسلامي امارت دوی ته د قدر په سترګه ګوري، ټول به په مشترک او متعهد ډول خپل ویجاړ هیواد بیرته ودانوو.
ــ د اسلامي امارت ټول امنیتي ځواکونه باید خپلو ورځنیو اعمالو، په خدمت کې اخلاص او ښه نیت، د خپلو مسئولینو اطاعت او له ولس سره نیک چلند ته خاصه پاملرنه وکړي، له غرور او تکبر څخه ځان وساتي او پخپل منځ کې لا ښه اتفاق او هماهنګي سره ولري.
د بیت المال ساتنه او پالنه له موږ ټولو څخه ډیره توجه غواړي، خصوصا وسلې، نظامي وسائط، مهمات، حکومتي ودانۍ، ملي شتمنۍ او د بیت المال اړوند ټول شیان، د دې ملت امانت دي، هيڅوک يې د ضایع کیدو، خرابیدو او بې د مشرانو له اجازې په کې د تصرف کولو حق نه لري.
ــ په دې وروستيو کې د هيواد په ځينو برخو کې د زلزلې له امله ډېری هيوادوال متأثره شول، د کورنۍ غړي يې شهيدان او زخميان شول، الله تعالی دې شهيدان وبخښي او دردېدلو ته دې صبر او اجر ورکړي.
دا پېښه زموږ او د ټولو هيوادوالو لپاره ډېره خواشينوونکې وه، موږ ټول له دوی سره په غم کې شريک يو او مسؤلينو ته مو پر وخت دنده سپارلې چې د پېښې ځايونو ته ځانونه ورسوي او ژر تر ژره له خلکو سره اړينې مرستې وکړي، زه پوره باوري يم چې د مرستې په رسولو کې مسؤلينو خپله دنده په شفافيت او ښه توګه ترسره کړې ده.
ــ په هیواد کې د بیوزلو، یتیمانواو معلولینود کورنیو او نورو محتاجو خلکو د احتیاج پوره کولو لپاره ډيره هڅه په کار ده، اسلامي امارت د دغه ځوریدلي قشر لپاره ځانګړې توجه لري، د شهیدانو او معلولینو، او مهاجرینو وزارتونو او د سرې میاشتې ریاست ته لارښوونه شوې، چې د خپلو امکاناتو په دایره کې له بیوزلو، همدا ډول د یتیمانو او کونډو له کورنیو او نورو محتاجو هیوادوالوسره بلا تفاوته هره ممکنه مرسته وکړي، په دې کار کې د شتمنو او مالدارو هېوادوالو او تجارانو وروڼومسئولیت هم ډیر دروند دی، چې خپلو بیچاره هېوادوالوته ډيره پاملرنه اوتوجه وکړي او په دې سختو اقتصادي شرائطو کې تر هر څه ډیره مرسته ورسره وکړي او خصوصا د اختر په مبارکو شپو ورځو کې بیا خاصه پاملرنه ورته په کار ده.
په پای کې ټولو هیوادوالوته یوځل بیا د لوی اختر مبارکي وایم او هیله لرم چې هېوادوال به په بشپړه ډاډمنه او خوشحاله فضا کې د اختر شپې ورځې تیرې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته