خبرونهامنیتفرهنګټولنه

د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه پیغام

کابل/ د چنګاښ ۲۸مه/ باختر

د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د دولت مشرتابه، اتلو امنیتي او دفاعي ځواکونو او د هېواد ټول مسلمان ملت ته مبارکي وایو.

لوی اختر د سترڅښتن تعالی د رضا د ترلاسه کولو لپاره د مومنانو د سرښندنې او ځان تېرېدنې ښکارندویي کوي. لوی اختر پر خپل عقیدتي اړخ سربېره، ستر ټولنیز ارزښت هم لري او په حقیقت کې د مسلمانانو د یووالي او یو بل منلو پیغام راوړونکی او ښکارندوی دی.

لوی اختر موږ ته دا پیغام لري چې د یوبل په خوا کې ودرېږو او په هر موقف کې چې یو، د ملي یووالي، سراسري سولې او خلکو د سوکالۍ او آرامۍ او همدارنګه د هېواد د ځان بسیاینې په اړه خپل مسوولیتونه په ښه توګه سرته ورسوو.

موږ سږنی لوی اختر  د «سرتېري اختر» تر نامه لاندې نمانځو او په رارسېدو سره یې یو ځل بیا د هېواد د زړه ور وسله وال پوځ له افسرانو او سرتېریو – دا د افغانستان د آزادۍ، خپلواکۍ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا له رښیتینو ساتندویانو سره خپل بشپړ او غوڅ ملاتړ نوی کوو. موږ د هېواد د وسله وال پوځ د شهیدانو او همدارنګه د اطلاع رسونې د سپېڅلې دندې د شهیدانو پاک روح ته دعا کوو.

موږ د هېواد د اتلو او سرښندونکو نظامیانو پر ځواک او وړتیاوو باور لرو چې هغوی هم د د ښمن د بریدونو پر وړاندې د خپلو خلکو دفاع کوي او هم د خبریالانو، فرهنګي میراثونو، او تاریخي ودانیو دفاع او ساتنه کوي.

له بده مرغه سږکال زموږ خلک لوی اختر په داسې حال کې نمانځي چې له یوې خوا طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او له بلې خوا کرونا ویروس هم زموږ له خلکو قرباني اخلي.

د یادونې وړ د ه چې د طالبانو بریدونو هم د خلکو دردونو او کړاوونه ډېر کړي دي او هم یې د بیان آزادۍ او رسنیو د فعالیتونو مخه نیولې ده او په ځینو سیمو کې یې زموږ فرهنګي میراثونه او تاریخي ودانۍ چې زموږ د خلکو او هېواد د لرغوني او بډای فرهنګ ښکارندويي کوي، د له منځه تلو له خطر سره مخ کړي دي.

موږ د هغو خبریالانو قدرداني کوو چې د اطلاع رسونې لپاره خپل ځان له خطر سره مخ کوي؛ خو د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د خلکو د مصیبتونو او کړاوونو په اړه معلومات خپروي او نړیوال زموږ د خلکو پر سخت حالت خبروي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبري له فرصته په ګټې اخیستو یو ځل بیا ژمنه کوي چې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ، د بیان آزادۍ د ساتلو، هنر او هنرمندانو د ملاتړ، تاریخي ودانیو او فرهنګي میراثونو د ساتنې او د هېواد د لرغوني فرهنګ د لا بډاینې لپاره هڅي کوي.

په هېواد کې د سراسري سولې د بسیا کېدو، د بیان آزادۍ او زموږ د ګران هېواد افغانستان د ویاړلي فرهنګ د لا غوړېدا په هیله.

اختر دې ټولو ته مبارک وي!

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته