خبرونهروغتیا

د نیمروز له ولایتي روغتون سره د درملو او طبي وسایلو مرسته وشوه

کابل، د لېندۍ ۲۰ مه، باختر
د نیمروز د ولایتي روغتون مسوولین وايي، چې د دغه ولایت ولایتي روغتون سره د ۵۰ زره ډالرو په ارزښت د درملو او طبي وسایلو مرسته شوې ده.
د یاد ولایت د عامي روغتيا رئيس ملاعبدالرحمن عبدالله باختر آژآنس ته وویل چې د ريليف نړيوال موسسې په مالي ملاتړ د ۵۰ زره ډالرو په ارزښت د یاد ولایت له ولایتي روغتون سره د درملو او طبي وسایلو مرسته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د نیمروز ولايتي روغتون دغو درملو او طبي توکو ته سخته اړتيا درلوده او مسوولينو ورسره ژمنه کړې، چې په راتلونکي کې به هم د دغه روغتون د اړتيا له مخې د درملو او طبي وسایلو مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته