امنیت

په جوزجان کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه دوام لري

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٠
د هغې جګړې په بهيرکې چې د جوزجان ولايت د قوش تيپې په ولسوالۍ د طالبانو له بريد وروسته ونښته؛ د دغې ولسوالۍ ځينې سيمې د طالبانو لاس ته ورغلې دي.
دجوزجان ولايت د سيمه ييزو پوليسو يوه مقام د باختر آژانس خبريال ته وويل: کومکي ځواکونه ساحې ته رسيدلي دي او سخته جګړه دوام لري.
د ده د څرګندونو له مخې: په سيمه کې موجودو امنيتي ځواکونو د نويو ځواکونو په همکارۍ طالبانو ته د سر زيات زيان اړولى دى چې دقيق شمېر يې معلوم نه دى .
خبرځاى وويل: امنيتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او ښايي تر څو ساعتونو پورې طالبان په شا وتمبوي او سيمه د طالبانو له شتون څخه پاکه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته