خبرونهامنیتورزش

د نورستان په بدخونه کې د بنديانو ترمنځ واليبال پیل شوې سیالۍ د کوهسار لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

کابل، د لېندۍ ۲۹مه، باختر

د نورستان بدخونې او بدني روزنې او سپورټ آمریت په ګډې همغږۍ د بندیانو ترمنځ د والیبال سیالۍ په لاره اچول شوې وې، د کوهسار لوبډلې په بریا پایې ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې حماس، ټایګر، الینا او کوهسار لوبډلو برخه اخیستنې وه چې پاې لوبه د کوهسار او ټایګر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې کوهسار لوبډلې ۲\۱په توپیر مقابل لوبډلې ماته کړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادې سیالیو جوړونکي حاجي سيف الله عمرزي وویل  دغو سیالیو پنځلس ورځې دوام وکړ، چې موخه یې  بنديانو ته د سپورټ او تفریح زمینه برابرول او د دوی ترمنځ همغږۍ رامنځته کول و.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته