کابل، د وري ۳۰مه، باختر
دغه سیالۍ چي د ځوانانو له لوري د مرکز پارون اړوند د پشکي په کلي کې په لاره اچول شوې وې ۲۱ لوبډلو پکې ګډون کړي وو.
پای لوبه د ودان او شور پشکي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې ودان لوبډلې بریا خپله کړه او د دغو سیالیو اتلولي يې په خپل نوم کړه.
د یادو سیالیو موخه ورزش او ځايي لوبو ته وده ورکول ښودل شوي دي.
فضل الرحیم، محمد شعیب او محمد ناصر د یادو سیالیو غوره لوبغاړي ونومول شول.