امنیت

طالبانو بيا په يو ښوونځى کې چاودنه وکړه

کابل باختر  دوري  اتلسمه :
طالبان د لوګر ولايت دبره کي برک په ولسوالۍ کې په يو ښوونځي کې د چاوديدونکو توکو په ايښودلو سره ددغه ښوونځي د ملازم د ټپي کيدو سبب شول.
د لوګر د والي ويندوى دين محمد درويش دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه نن سهار په اتو بجو د بره کي برک ولسوالۍ د پل جوګي په سيمه کې د حضرت بلال په ښوونځي کې رامنځته شوه چې له امله يې ددغه ښوونځي ملازم ټپي شو او د ښوونځي ودانۍ يو څه ويجاړ شوه .
ده زياته کړه: ټپي روغتون ته ليږدول شوى او روغتيايي حالت يې خراب بلل شوى دى .
په دغه ښونځي کې د انتخاباتو په ورځ څو ځلې د طالبانو له  خوا بريدونه شوي و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته