خبرونهاقتصادTOP

د ننګرهار کانال شرکت پر نږدې ۳ زره جریبه ځمکه د مالټو بڼونه جوړېږي

کابل، د کب ۲۰مه، باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي د ننګرهار کانال شرکت اړوند پر نږدې ۳ زره جریبه ځمکه کې د مالټو بڼونه جوړولو لپاره هڅې پیل شوې دي.
دغه وزارت زیاته کړې د مالټې یاد بڼونه د خصوصي سکټور په همکارۍ جوړېږي، چې ورسره لسګونو کسانو ته په مستقیم او سلګونو نورو کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابرېږي.
سرچینې د ننګرهار کانال شرکت د رییس مولوی غلام الرحمن کظیم له قوله لیکلي، چې د دې شرکت اړوندو سیمو کې تر دې دمه ۱۸ زره او ۲۰۰ جریبه د مالټې بڼونه جوړ شوي، چې په نږدې راتلونکې کې به د دغو بڼونو شمېر ۲۰ زره جریبو ته ورسېږي.
د مالټې د دغو بڼونو جوړولو موخه هېواد د سټروسو مېوو له اړخه پر ځان بسیا کول او په ټوله کې د سټروسو بڼونو ترویج او خلکو ته د کار زمینه برابرول دي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان ختیځ ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونه مدیترانه یي اقلیم او د مالټو، نارنج او لیمو بڼونو لپاره مناسبه هوا لري، چې هر کال له یادو ولایتونو څخه په زرګونه ټنه د سټروسو حاصلات راټولېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته