ټولنه

جلال آباد په نوي کال کې د کورني محصولاتو د نندارتون د جوړولو په درشل کې

کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ۲۹مه
د نوي لمريز کال په پيل کې به د ننګرهار ولايت مرکز جلال آباد ښار د کورنيو محصولاتو د نندارتون ډګر دى .
په دې نندارتون کې د مالدارانو، بزګرانو او د هېواد د ختيځ د مېرمنو په لسګونو محصولات نندارې ته وړاندې کېږي .
دغه نندارتون د وري دمياشتې په نهمه اولسمه نېټې د سراج العمارت په ماڼۍ کې پرانيستل کېږي .
دننګرهار ولايت د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې ددغه ستر نندارتون د جوړولو لپاره چمتو والي نيول شوي دي .
خبرپاڼه زياتوي چې د دغه نندارتون جوړول له خپلو کورنيو محصولاتو سره  د خلکو د بلدتيا او د هېواد د خلکو ترمنځ به له کورنيو توليداتو څخه د استفادې د بنسټيز کېدو لپاره ښه فرصت وي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته