ټولنه

د ننګرهار په ګوشتې کې د اوبو درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

– جلال آباد/ د کب ۶ مه/ باختر
د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د ۳،۹ میلیونو افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو رسولو درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د معلوماتو له مخې، دغه پروژې د یادې ولسوالۍ په کوزې زېړۍ، بره زېړۍ او اوکړایي شوراګانو کې عملي شوې، چې د یادو سیمو ۹۸۰۰ کورنۍ به ترې ګټه واخلي.
په جلال آباد کې د سویډن کمېټې د سیمه ییز دفتر مشر انجنیر عبدالاحد سمون د باختر اژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې سویډن کمېټه به په دغه ولسوالۍ کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د هغه په وینا د پاکو اوبو برابرولو لپاره یې له سولري تختو او زېرمو جوړولو استفاده کړې، چې ۵ سوه زره افغانۍ پکې د سیمې خلکو ورکړې دي.
په همدې حال کې د سیمې اوسېدونکي وایې چې پخوا به وړو ماشومانو او د کورنیو ښځینه غړیو له لرې سیمو پر سرونو اوبه راوړلې، چې د دغه پروژو په فعالېدو سره یې یاده ستونزه حل شوه.
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه په ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې د کلیو پراختیا، ښوونې او روزنې، بیا رغونې او د معلولینو برخو کې اړمنو افغانانو ته خدمتونه وړاندې کوي چې تمرکز یې په لرې پرتو سیمو دی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته