خبرونهامنیت

د فراه- هرات لویه لاره د ترافیکو پرمخ پرانستل شوه

٣٦- کابل/ د لړم ٢٤مه / باختر
د فراه-هرات لویه لاره د پوځي عملیاتو په پایله کې د ترافیکو پرمخ پرانستل شوه.
د دغې لارې په ځینو برخو کې د طالبانو د فعالیتونواو شتون پراختیا د دې سبب شوی و چې سوداګریزواو مسافروړونکو کاروانونو په دې لاره کې و نه شي کړای تګ را تګ وکړي.
د فراه-هرات د لوی لارې د پاکولو لپاره د ډاراچوونکي پرخلاف عملیات شل ورځې مخکې د سلګونو پوځیانو او د هوايي قوتونو په ګډون پیل شول او نن سهار پای ته ورسېدل.
د هېواد په ختیځ کې د ظفرقول اردو یو جګپوړي مقام باخترآژانس ته وویل چې پوځيانو نن وکولای شول په بشپړه توګه د فراه-هرات لویه لاره د وسله والو طالبانوله شتون څخه پاکه کړي.
د را رسېدولو خبرونوله مخې، نن سهارسوداګریزواو مسافروړونکو کاروانونو په دې لاره کې تک را تګ پیل کرل.
د ملي اردو دغه جګپوړی مقام وايي چې د فراه- هرات په لویه لاره کې د ډاراچوونکو پرخلاف عملیاتو کې ۳۶ وسله وال طالبان ووژل شول او په لسګونونورټپیان شول.
وسله والو طالبانو د دغې لارې په ځینو برخو کې ماینونه ښخ کړي وو خو جګپوړي پوځي مقامات وايي چې پوځيانو وکولای شول دغه ماینونه کشف او شنډ کړي.
د فراه- هرات د لوی لارې پرانستل د دغو دوو ولایتونو په لسګونو زرو کورنیوته زیات ارزښت لري.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته