کابل / د وري ۲۷ مه / باختر
د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت د روداتو لسوالۍ په میرجي کلا سیمه کې یې د دوو چیک ډیمونو سروې وکړه.
د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې مشر وايي چې د دغو چيک ډيمونو په جوړېدو سره به د ځمکې لاندې د چینو او کاریزونو په اوبو کې زیاتوالی راشي او لسګونو کسانو لپاره به د کار زمینه هم برابره شي.
ن/ر