سیاست

نور الحق علومي : دتښتونې ، غلو او دهرراز جنايي پيښو دمخنيوي په خاطر دې اوچت ګامونه واخيستل شي .

کابل باختر د کب دريمه :
دکورنيو چارووزير نورالحق علومي نن ددغه وزارت دمشرتابه هيئت عمومي قوماندانانو او درييسانو په ګډون غونډه کې چې په هيواد کې دامنيت دلازيات ښه والي په خاطر جوړه شوه وويل:  دکاري پروګرامونو په پام کې نيولو سره دهيواد په ټولو ولايتونو او لويو لارو کې دې دتښتونې ، غلا او دهر راز جنايي پيښو پرخلاف جدي مبارزه وشي .  دباختراژانس دخبر له مخې، دکورنيو چارو وزير  دغه راز په دې غونډه کې طرحه کړه چې دهيواد په ولايتونو او لويو لارو کې دامنيت دلازيات ټينګښت په خاطر  له هرراز چلندونو څخه ګټه  واخيستل شي .  ده دغه راز  يوشان دقانون تطبيق  دپوليسو دمسلکي ظرفيت  لوړول ، ښځينه پوليسو ته پاملرنه ، دهيواد دپولو ساتنه، دبيطرفۍ  داصل رعايتول  دهيواد دعدلي ، قضايي او امنيتي بنسټونو ترمنځ دهمغږۍ  پياوړتيا له نشه يي توکو سره مبارزه ، دپوليسو روغتيايي مرکزونو ته پاملرنه  دسيمه ئيزو پوليسو پياوړتيا  او په هيواد کې دپوليسو ټولو قطعاتو او جزوتامونو ته زياته پاملرنه ددغه وزارت کاري لومړيتوبونه وبلل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته