سیاستخبرونه

د میمنې خلکو له اسلامي امارت څخه خپل ملاټړ اعلام کړ

کابل /د سلواغې ۲۰مه/باختر
د میمنې ښار د لسګونو ناحیو په زرګونو خلکو د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې د افغانستان له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلام کړ.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د دیني عالمانو او سپین ږیرو د ګذر د وکیلانو، ځوانانو او د بېلابېلو قشرونو د زرګونو تنو په ګډون د میمنې ښاروالۍ په پارک کې جوړه شوې وه د اصحاب کهف د جامع جومات خطیب مفتي محمد صابر روحاني، حاجی عبدالرحمن، الحاج مولوي غلام نبي غفوري، الحاج مخدوم حبیب الرحمن او محمد عالم مرادي په وار سره وینا وکړه او د دیني عالمانو، سپین ږیرو د ګذر د وکیلانو او د فاریاب د خلکو په استازیتوب ېې خپل ملاتړ د افغانستان اسلامی امارت څخه اعلام کړ.
ویناوالو د فاریاب د خلکو د سر او مال د امنیت په تامینولو کې د افغانستان د اسلامي امارت مسوولینو له هلوځلوخوښي څرګنده کړه او له خلکو یې وغوښتل چې په صادقانه او یووالي سره د اسلامي امارت ترڅنګ ودرېږی او د سیمه ییزحکومت له مسوولینو سره دې لازمې همکارۍ وکړي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته