سیاستخبرونهامنیتTOP

د ملي دفاع وزارت سرپرست په قطر کې د وسلو له نړيوال نندارتون څخه لیدنه وکړه

کابل، د کب ۱۴مه، باختر
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې په هغه هېواد کې د وسلو له نړيوال نندارتون (ډيمډکس) څخه ليدنه وکړه.
په ياد نندراتون کې د مختلفو نړیوالو شرکتونو له لوري ځمکني، هوایي او بحري نظامي وسايل او وسايط نندارې ته اېښودل شوي دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست په ياد نندارتون کې تر ګډون وړاندې د قطر د امير له نائب شيخ عبدالله بن حمد آل ثاني سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوو اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
په ياده کتنه کې د قطر دفاع وزیر، رئیس ارکان او د ګڼو نورو هېوادونو دفاع وزیرانو هم شتون درلود.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت هم په دغه کتنه کې د ملي دفاع وزارت د سرپرست ملتيا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته