سیاستخبرونهامنیتTOP

‏د ملي دفاع وزارت سرپرست: په افغانستان کې د داعش په ګډون هېڅ یوه ډله په فزیکي ډول‏ شتون نلري

کابل، د غويي ۷مه، باختر
د مالیزیا د لومړي وزير د ځانګړي استازي په مشرۍ د ياد هېواد پلاوي، د هېواد د ملي دفاع وزارت له سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد سره وکتل.
له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې، د ملي دفاع وزارت سرپرست په مالیزیا کې له افغان مهاجرینو سره د خلکو او دولت د ښه چلند او له افغانستان سره د ياد هېواد د اوږدمهاله اړیکو یادونه کړې او ویلي یې دي:
“‏مالیزیا یو پیاوړی او لوی اسلامي هېواد دی، هیله‌من یم چې دغه تګ راتګ لا پیاوړی شي.”
مجاهد، همدا رنګه د اشغالګرو پر وړاندې د افغانانو د سرښندنو، قربانیو او د هېواد اوسني وضعیت په اړه معلومات ورکړي او زیاته کړې يې ده: “له نېکه‌مرغه د اسلامي امارت په راتګ سره په افغانستان کې اشغال ختم او جګړه په بشپړه توګه پای ته رسېدلې ده او په ټول هېواد کې سراسري امنیت تامین شوی دی.”
سرپرست وزیر ویلي دي: “په افغانستان کې د داعش په شمول هېڅ یوه ډله په فزیکي ډول ‏وجود نلري او اسلامي امارت به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته ګواښ رامنځته کړي.”
‏د کتنې په پای کې، ياد پلاوي افغانستان او مالیزیا دوست هېوادونه بللي او پر هر اړخیزو همکاریو یې ټینګار کړی دی او همدا رنګه ډاډ یې ورکړی چې په افغانستان کې خپلې موندنې به د خپل هېواد لوړ پوړو چارواکو ته ورسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته