امنیت

دهېواد په يوولسو ولايتونو کې ٧٢تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د غبرګولي دمياشتې  ٦ :
دملي اردو دځواکونو دهغو چاڼيزو عملياتو په بهېرکې چې په تيرو ٢٤ساعتو کې  دهېواد په بيلابيلو سيمو کې ترسره شول ٧٢ تنه  ډار اچوونکي ووژل شول.
دملي دفاع وزارت  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ .
دملي اردو دځواکونو دهغو عملياتو په دوام چې دهېواد په بيلابيلو سيمو کې دوام لري  ٧٢ تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل شول.
په دغو عملياتو کې چې دلوګر ولايت دبره کي برک ، دپکتيکاولايت د ګوملې او ګياني  ،دپکتياولايت  دسيدکرم او جاني خيلو ، دغزني ولايت دخوږياڼيو ،  دروزګان  ولايت  ددهراود او چارچينو ،  ددايکندي ولايت دګجران ،. دقندهار ولايت دميوند ،  دزابل ولايت  دشهرصفا او شملزو، دبدخشان ولايت دبهارک  ، جرم ، يمګان  او وردوج ، دکندز ولايت دامام صاحب ، دبلخ ولايت د چمتال او دبغلان ولايت دمرکزي بغلان دولسواليو په مربوطاتو کې ترسره شول   ٧١ تنه نور وسله وال طالبان ټپيان  او دوه تنه نور يې ونيول شول.
دغه راز ددغو عملياتوپه بهېرکې يوه اندازه وسله ، ددرندو وسلو مهمات  او نور پوځي تجهيزات او وسايل هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونولاسته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته