کابل، د کب ۱۳مه، باختر
د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد او د وسلوال ځواکونو لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت نن د یو رسمي سفر په ترڅ کې قطر هېواد ته ولاړ.
ټاکل شوې چې په دې سفر کې به دوی له قطري چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې او د دغه هېواد د دیمدیکس دفاعي نندارتون په غونډه کې به هم ګډون وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د ملي دفاع وزارت سرپرست له دې وړاندې هم قطر ته له لاسته راوړنو ډک سفر درلود.