کابل، د چنګاښ ۱۵مه، باختر
د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او ورسره مل پلاوی قطر هېواد ته په سفر روان شول.
د ملي دفاع سرپرست وزیر د قطر حکومت په رسمي بلنه یاد هېواد ته په دوه ورځني سفر لاړ.
ټاکل شوې چې د ملي دفاع سرپرست وزیر به د دغه سفر په ترڅ کې د قطر له لوړ پوړو چارواکو سره په يو شمېر موضوعاتو خبرې وکړي.
هېره دې نه وي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته بهر ته د ملي دفاع سرپرست وزیر لومړی سفر دی.
افغانمل