خبرونهاقتصادTOP

د ماليې وزارت عوايد د مالي کال په لومړيو دريو مياشتو کې زيات شوي دي

کابل، د چنګاښ١٦مه، باختر
د ماليې وزارت وايي، چې د هېواد له سرحدي ګمرکونو څخه د مالي کال په لومړيو دريو مياشتو کې څه د پاسه ٢٤ ميليارده افغانۍ عوايد ترلاسه شوي، چې د تېر کال په نسبت زياتوالى ښيي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د مالي وزارت وياند احمد ولي حقمل په سرحدي ګمرکونو کې د عوايدو د زياتوالي علت د فساد نشتوالی بولي.
حقمل وويل ( تر اوسه پورې د افغانستان له سرحدي ګمرکونو څخه ۲۴،۱۶ ميليارده افغانۍ عوايد ترلاسه شوي دي، چې د نورو کلونو په نسبت ډېر ښه دي )
په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې د صادراتو او وارداتو زياتوالی د هېواد په عوايدو مثبته اغېزه لري او د هېواد د عوايدو زياتوالى پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو د زياتوالي له امله ترلاسه شوي دي.
د سودا ګرۍ او پانګونې خونې د مديره هيئت غړی خانجان الکوزي وويل، ( تېر کال مو په يوه ربع کې نږدې ٢ سوه ميليونو ډالرو په ارزښت صادرات درلودل او اوس څه د پاسه ٤ سوه ميليونه صادرات لرو، موږ هيله لرو چې تېر کال مو يو ميليارده ډالر صادرات درلودل سږ کال ښايي يو نيم ميليارده ډالرو صادرات لرو) .
د ماليې وزارت د اطلاعاتو له مخې څه د پاسه ٥ ميليارده افغانۍ د هرات له ګمرک، ۳،۴ ميليارده افغانۍ د ننګرهار له ګمرک او نږدې ٣ ميليارده افغانۍ د قندهار له ګمرک څخه د مالي کال په لومړۍ ربع کې عوايد ترلاسه شوي دي.
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته