خبرونهTOPښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست له جاپان څخه د تحصیلي نظام په پیاوړتیا کې د همکارۍ غوښتنه وکړه

کابل، د سلواغې ۱۷مه، باختر

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د جاپان له سفیر تاکویوشي کورمایا سره وکتل.

په دې کتنه کې شیخ نداء محمد ندیم د جاپان سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان او جاپان اړیکې تاریخي وبللې او په تحصیلي او نورو برخو کې یې د جاپان له مرستو مننه وکړه.

نوموړي د جاپان له سفیر څخه وغوښتل چې د افغانستان د تحصیلي نظام په پیاوړتیا کې ورسره همکاري وکړي او همدا راز له نړیوالو سره د افغانستان حقیقي انځور شریک کړي.

ورته مهال  د جاپان سفیر تاکویوشي کورمایا وویل چې د ناڅاپي پېښو او بحراني حالتونو پر مهال له افغانستان سره مرستو ته تیار دي او د بشري مرستو تر څنګ یې د بنیادي پروژو پلې کولو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته