کابل باختردتلې دمياشتې ١٢نيټه :
د ورسج ولسوالۍ په بوستان سراکلي کې ديوه پله د جوړولو کار پيل شو.
دتخار ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رئيس انجينر صبغت الله نظري دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه پل ٢٢ متره اوږدوالي او ٥ متره سورلري چې دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دکليوالي لارو دجوړولو دملي پروګرام له خوا دشپاړلسو ميليونو افغانيو په لګښت جوړيږي.
نظري وويل ددغه پله په جوړيدو سره څوکلي د ورسج ولسوالۍ له مرکز سره نښلول کيږي.
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ