کابل /دکب ۴مه /باختر
د فاریاب خلکو نن په یوه غونډه کې د افغانستان د شتمنیو په اړه د امریکا د جمهور رییس جوبایډن تصمیم غیرعادلانه او د ټولو نړیوالو موازینو پرخلاف وباله.
د باخترآژانس خبریال د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې د فاریاب پوهنتون څو استادانو د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او ویې ویل: امریکا باید د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي او د افغانستان د خلکو د شتمنیو کنګل کول د هېڅ هېواد په ګټه نه دي.
په دې غونډه کې یو قومي مشر د افغانستان د شتمنیو کنګل کول غیر عادلانه وباله او د ملګرو ملتو له سازمان څخه یې وغوښتل چې یاد تصمیم لغوه کړي.
ج-ا