سیاست

جمهوررييس غني دآذربايجان له جمهورررييس سره وکتل

 کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ١١ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس محمداشرف غني پرون سهار دآذربايجان له جمهوررييس  الهام علي يف سره  ددغه هېواد په پايتخت باکو ښارکې وکتل.
دجمهوري  رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې دواړو  لورو په بيلابيلو برخوکې دافغانستان او آذربايجان داړيکو په پراختيا باندې ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه چې دواړه هېوادونه دې بايد دسيمه ييزو همکاريو له لارې خپلې اقتصادي همکارۍ لا زياتي پياوړي کړي.
جمهوررييس علي يف  خپل افغان سيال محمداشرف غني ته دښه راغلاست دويلو په ترڅ کې دجمهور رييس غني په مشرۍ دافغانستان نوي  حکومت ته  دبرياليتوب هيله وکړه اوله افغانستان سره يې دخپل هېواددهميشنيو همکاريو  ډاډ ورکړ.
ده د دواړو هېوادونو  ترمنځ اقتصادي همکارۍ ته   په   اشارې سره   وويل : 
موږ بايد داسې اقدامات  تر  سره کـــړو  چې د دواړو هېوادونو ګټې پکې نغښتې وي.
په مقابل کې  جمهوررييس  غني د آذربايجان دجمهور رييس دتاوده   هرکلي  له امله مننه وکړه او په دغه هېواد کې په وروستيو کلونو کې  دترسره شويو پرمختګونوله امله يې ده ته مبارکي وويله او دغه لاسته راوړنې اوبرياليتوبونه يې دجمهوررييس علي يف دښې رهبرۍ ثمره وبلله .
دهېواد جمهوررييس  دآذربايجان وروستيو پرمختګونو ته په اشارې سره وويل  چې موږ نه يوازې له  آذربايجان سره د دوه اړخيزو همکاريو ددوام غوښتنه کوو بلکې غواړو  ددغه هېواد له تجربو څخه داصلاحاتوپه برخه کې هم استفاده وکړو .
دهېواد جمهوررييس وويل  چې موږ غواړو افغانستان دلاجوردو له لارې له اروپا سره ونښلو   اود ا کار د آذربايجان له همکارۍ پرته ناشونى دى.
ده زياته کړه چې  زموږ نظر دا دى  چې افغانستان  دانرژۍ په مرکز بدل کړو او ددې کار لپاره  په هېواد کې  دسوداګرۍ  اوپانګونې  پراختيا مهمه ده .
په دې کتنه کې  دافغانستان او آذربايجان  جمهورو رييسانو  دسيمې   يوشمير هېوادونو ته دافغانستان له لارې دآذربايجان دګازو دليږدونې  اوپه بيلابيلو برخو کې ددواړو هېوادونو ترمنځ دلنډمهالو،. منځ مهالو او اوږدمهالو همکاريو اوپروګرامونو په باب هم خبرې وکړې او څرګنده يې کړه چې دطرحه شويو موضوعګانو دپيل او دتخنيکي اړخونو دعملي کولو  لپاره بايد له دواړو هېوادونو څخه هيئتونه وټاکل شي چې دغه هدفونه په يوه ستراتيژيکي چوکاټ کې تنظيم او عملي کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته