خبرونهامنیت

د غور يو امنيتي مسوول له طالبانو سره يوځاى شو

کابل / د مرغومي ۲۷ مه / باختر
د غور پوليسو يو مسوول پرون ماښام له يوې اندازې وسلو سره طالبانو ته تسليم شو.
د باختر آژانس د سيمه یيز خبريال د خبر له مخې؛ د فېروزکوه په لوېديځ کې د دره قاضي د امنيتي پوستي قوماندان د پوستې له وسلو سره طالبانو ته تسليم شو.
ويل کېږي دغه قوماندان لومړى خپل سرتېري د رخصتۍ او د خوراکي توکو د پېرودنې لپاره کورونو اوښار ته واستول او خپله له وخت څخه په استفادې سره له يوې اندازې وسلو سره وتښتېد.
د غور امنيتي مسوولينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم- ج -ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته