کابل، د وري ۱۳مه، باختر
د غزني ښاروالۍ له لوري د تېرو دوو میاشتو په لړ کې راټول کړل شوي ۱۱ ټنه تاریخ تېره خوراکي توکي وسوځول شول.
د غزنې ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم مدیر مولوي احمد الله وارث باختر آژانس ته وویل چې دغه توکي د تېرو دوو میاشتو په لړ کې د ښار له هټیو راټول کړل شوي وو چې نن وسوځول شول.
وارث زیاته کړه، د غزني ښاروالۍ د ښاري نظم او د ښار د پاکوالي په برخه کې اساسي تدابير نيولي او هره ورځ د ښار په هټيو او دوکانونو کې د بې کيفيته او تاریخ تېره توکو د پلور مخه نيسي.
هغه د غزني له ښاريانو وغوښتل، چې د اړتيا وړ توکو له پېرلو مخکې یې نېټې دې ته پام وکړي.
د یو بل خبر له مخې؛ د تخار ځايي چارواکو د دغه ولایت د مرکز تالقانو ښار له دوکانونو او هټیو څخه د راټول کړل شويو ۴۲۸ قلمه تاریخ تېره خوراکي توکو او درملو د سوځولږ خبر ورکړی دی.