خبرونهTOPروغتیا

د عامې روغتیا وزارت سرپرست: هڅه کوو، چې په هېواد کې د پوليو ناروغۍ په بشپړ ډول له منځه يوسو

کابل، د لېندۍ ۲۴مه، باختر
د عامې روغتیا وزارت چارواکو يو ځل بيا په هېواد کې په بشپړ ډول د پوليو ناروغۍ د له منځه وړلو په موخه د هڅو خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز له مسئولینو سره په همدې موخه ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د پولیو د له منځه وړلو پر بنسټیزو ستراتېژیو او پلانونو بحث او خبرې وشوې.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست په دغه ناسته کې ډاډ ورکړ، چې هڅه څه کوي؛ ترڅو د نړیوالو شریکانو په ملتیا د پولیو ناروغي په ټول هېواد کې هر څومره چې ژر ممکنه وي، له منځه یوسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته