خبرونهروغتیا

د عامې روغتيا وزارت وياند :د باميانويو روغتيايي کارکوونکى د مړينې علت د زړه درېدل و

– کابل /د کب ١٢مه /باختر
د عامې روغتيا وزارت وياند وايي چې د باميانو يو روغتيايي کارکوونکي د مړينې علت د کرونا واکسين نه بلکې د زړه د ناروغى له امله مړ شوى دى .
په ټولنيزو شبکو کې پرون خبرونه لاس په لاس کېدل او په هغو کې د باميانو د روغتايي کارکوونکى محمد زکريا د کورنى له خولې ويل کېږي چې محمد زکريا د کرونا واکسين له امله مړ شوى دى خو د عامې روغتيا د وزارت وياند غلام دستګير نظامي په دې اړه د باختراژانس خبريالې مومنې ته وويل چې د دغه روغتيايي کارکوونکى د مړينې علت د کرونا واکسين نه و ، بلکې هغه د زړه د ناروغى له امله مړ شوى دى .
هغه زياته کړه: د واکسين شويوکسانو بدن د کرونا واکسين له ترلاسه کولو وروسته ستړي کېږي اويا هم تبه اولرزه پيداکوي چې دغه نښې نښانې د دغه واکسين ښکارندوي دى او په دې مانا ده چې د واکسين شوي سړي بدن د انتي بادي په توليدولو پيل کوي.
د يادونې وړده چې د باميانو روغتون يو روغتيايي کارکوونکى په مشکوک ډول مړ شوى دى او د هغه د کورنى غړي ادعا کوي چې هغه د کرونا واکسين له ترلاسه کولو وروسته مړ شوى دى خو د عامې روغتيا وزارت مسوولين د دغه روغتيايي کارکوونکى مړينه د زړه د ناروغي له امله بللې دى .
د باميانو د روغتون رييس ډاکتر فروغ اميري وايي چې دغه روغتيايي کارکوونکى د زړه د ناروغى سابقه هم درلود.
د کرونا واکسين د تطبيق بهير تېره اوونۍ په هېواد کې پيل شو، هغوکسانوچې دغه واکسين يې ترلاسه کړې دى وايي چې د کرونا واکسين تزريقول تبه له ځان سره لري.
په هند کې جوړ شوى د کرونا واکسين څو اوونى مخکې افغانستان ته راوړل شوى دى او تېره اوونۍ د نړۍ د روغتيايي سازمان تاييد ترلاسه کړ.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته