کابل/ د لړم ٢٢ مه / باختر
په جوزجان کې د شيرين بويې ٤٠٠ بزګرانو نن زراعتي بستې ترلاسه کړې .
د جوزجان د والي وياند عبدالمعروف آذر باختراژانس ته وويل چې دغو بزګرانو د قرقين ولسوالۍ په څه د پاسه دوه زره جريبه ځمکه کې شيرين بويه کرلې دي او د کرنې او اوبو لګولورياست په هغوى زراعتي بستې چې کراچۍ، بيلونه، بياتي، تيشه، د کار جامې شامل دي د هغوى د اقتصاد د پياوړتيا په خاطر وويشل.
خبرځاى زياته کړه چې د شيرين بويې په کرلو سره له هغه څخه په استفادې برسيره د موسمي سېلاونو مخه هم نيول کېږي.
ويل کېږي پخوا د قرقين ولسوالۍ يوشمېر بزګرانو کوکنار کرل چې دولت د بديل کرکيلې په خاطر له هغوى سره د زراعتي وسايلو مرسته وکړې وه .
ختم-ج _اکرم