کابل/ د وږي ۳۰مه/ باختر
د پکتیکا د امنیت آمر ډګروال محمد آصف توخی د هېواد او خاورې په دفاع کې د وطن له دښمنانو سره په مخامخ جګړه کې په شهادت ورسېد. د ده پلار، په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازی حمیدالله توخی او د ده ورونه حاجی واسع توخي او محمد هارون توخي او همدارنګه د شهید خپلوان او دوستان د ده فاتحه سبا دو شنبه (له ۱:۳۰ څخه تر ۳:۳۰ بجو پوري) د دارالامان پر سړک له پنځم ریاست سره د پارلمان د الحاقیې په جومات کي اخلي،دوستان دې خبر وي.