کابل، د کب ۱۰ مه، باختر
تېره شپه ناوخته د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند خرابې سیمه کې د شدیدو اورښتونو له امله د یوې کورنۍ پر غړو د کوټې چت را لوېدلی چې څلور تنه په کې شهیدان شوي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور د رئیس حافظ عبدالباري راشد په خبره پېښه کې د یوې کورنۍ دوه ماشومان، مور او پلار خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
همداراز نوموړي وویل چې کجکي ولسوالۍ کې د دوهمې امنیتي حوزې اړوند ابدار کلي کې د شدیدو اورښتونو له امله ورته یوې بلې پېښه کې یو کس زخمي شوی او میرمن یې شهيده شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې دواړو پېښو ته امنیتي مسؤلین رسېدلي او اړوندو کورنیو ته یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.