خبرونهاقتصادټولنهTOP

د شاوخوا ۱۴۸ میلیونه افغانیو په لګښت د کابل ښاروالۍ پنځه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د وري لومړۍ، باختر
د شاوخوا ۱۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت، د کابل ښاروالۍ پنځه پروژې نن د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید او د کابل والي ملا امين الله عبيد له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دغو پروژو کې د اتمې ناحیې اداري ودانۍ ته څېرمه د کابل ښاروالۍ د سوداګریز مارکېټ جوړول او د دې ناحیې اړوند کول حشمت خان کې د سړک او د ستانکزي مېنې په مربوطاتو کې د یوه پارک رغول او همدا رنګه د ۱۲مې ناحیې په مربوطاتو کې د یو سړک جوړول او د یو پارک د احاطې بیارغول شامل دي.
د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، د کابل ښاروالۍ د سوداګریز مارکېټ په اړه رسنیو ته وویل چې دغه مارکېټ د ۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت په اووه پوړونو کې جوړ شوی او ۴۲ دُکانونه لري چې کولی شي یو شمېر هېوادوالو ته په کې د کار زمینه برابره شي.
هغه ژمنه وکړه چې کابل ښاروالۍ، په ښار کې د ښه نظم د راوستلو او ښاریانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په لاره کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي او له کابل ښاریانو څخه یې وغوښتل چې په بېلابېلو برخو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته او همکاري وکړي او د ښار د پاکوالي او سمسورتیا په برخه کې دې خپل مسئولیت ترسره کړي.
همدا رنګه د کابل والي ملا امين الله عبيد په خپلو خبرو کې، د اسلامي امارت له راتګ وروسته، په بېلابېلو برخو کې د کابل ښاروالۍ فعالیتونه او لاسته راوړنې وستایلې او له کابل ښاریانو یې وغوښتل چې د ښار په پاکوالي، ښکلا او سرسبزۍ کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
په ورته وخت کې د کابل ښاروالۍ مرستیال صدرالدین تاجک، د کول حشمت خان سړک په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې دغه سړک شاوخوا څلور کیلومتره اوږدوالی او ۷.۲ متره سور لري چې د څه باندې ۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.
په همدې حال کې، د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر یاسر زمرک، د ۱۲مې ناحیې په مربوطاتو کې د رغول شوي سړک په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې دغه سړک ۷۳۰ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې د کابل ښاروالۍ په مالي لګښت جوړ شوی دی.
د کابل ښاروالۍ د مسئولینو د معلوماتو له مخې؛ د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اتمې ناحیې اړوند ستانکزي مېنه کې یو پارک جوړ شوی او دغه راز د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بل پارک هم د ۱۲مې ناحیې اړوند ارزان قیمت ساحه کې نن تر بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د یادونې وړ ده چې کابل ښاروالۍ د تېر مالي کال په بهیر کې، د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې ګڼ شمېر پروژې پلې کړې دي او په روان (۱۴۰۳) مالي کال کې هم د بېلابېلو پروژو د پلي کولو پلانونه تر لاس لاندې لري چې له یوې خوا د ښار د آبادۍ او سمسورتیا سبب کېږي او له بلې خوا ګڼ شمېر هېوادوالو ته په کې د کار زمینه برابرېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته