سیاستTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د سولې په موخه د هر مثبت اقدام د ملاتړ اړتیا

کابل / د کب ۷ مه / باختر
په افغانستان کې روانې خورا پېچلې جګړې ته پای ورکول او سولې ته رسېدل ساده او آسانه کار نه دی. دا لا ډېروهڅو، کار، زیار، نوښت، زغم اوصبر ته اړتیا لري او افغانان باید په دې برخه کې خپل ملي او ایماني مسوولیت سرته ورسوي. د سولې په اړه د هر مثبت نوښت او اقدام د ملاتړ او ننګې اړتیا ده.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
د سولې لپاره کار د هر رښتیني افغان ملي، ایماني او اخلاقي مسوولیت دی. ټول باید هر هغه څه ترسره کړي چې دوی یې د سولې لپاره ترسره کولای شي. له بده مرغه په افغاني ټولنه کې د متقابلو لوریو ترمنځ ټکر ډېرې ژورې ریښې غځولې دي او کله داسې ذهنیت رامنځ ته کېږي چې ګونې یو توافق ته رسېدل ناشوني دي او کله چې توافق ته رسېدل ناشوني وي؛ نو بیا خو یې مانا دا شوه چې دا دښمني به همداسې دوام مومي او جګړه به هم روانه وي.
منو چې تقابل او ټکر ډېرې ژورې ریښې غځولې دي او کوراکور یې دښمني رامنځ ته کړې ده؛ خو د دې خبرې مانا دا هم نه ده چې ګونې دغو دښمنیو ته پای ورکول ناشوني دي. هره جګړه که هغه هرڅومره اوږده او پېچلې وي، بیا هم د حل لاره لري؛ خو په دې شرط چې ټول ښکیل لوري پر یو بل باور وکړي، د یو بل د منلو او زغملو کوښښ وکړي، یو بل ته غېږه پرانیزي او له یو بل سره کار کولو ته غاړه کېږدي. که دغه راز روحیه رامنځ ته شي، پياوړې او غښتلې شي؛ نو بیا هرې دښمنۍ ته پای ورکول اسانه کېږي.
له بده مرغه اوس ذهنیتونه ډېر منفي شوي دي. که کوم لوری سم او مثبت ګام پورته کوي او د سولې لپاره انعطاف ښکاره کوي او غواړي یو څه وکړي، مقابل لوری د دې پر ځای چې د دغه مثبت او رغند ګام ننګه او ملاتړ وکړي، برعکس هغه ردوي، غندي یې او په اړه یې منفي تبلیغات کوي. دغه راز دریځ یو تفاهم ته په رسېدو کې مرسته کولای نه شي، برعکس دغه راز دریځ تفاهم ته رسېدل لا پېچلي کوي. د بېلګې په توګه د افغانستان حکومت د طالبانو شاوخوا پنځه زره بندیان خوشي کړل. په داسې حال کې چې حکومت د امریکا او طالبانو تر منځ په دوحه کې د لاسلیک شوي توافق کومه برخه نه ده او د دغه توافق د موادو په اړه هېڅ راز حقوقي الزامیت او مکلفیت نه لري؛ خو حکومت په دې برخه کې انعطاف ښکاره کړ او د باور فضا د رامنځ ته کولو لپاره یې آن د داسې بندیانو له خوشي کولو سره موافقه وکړه چې تر مخه یې چا د خوشي کولو اټکل هم نه شوای کولای. دا د سولې لپاره یو ښه او رغند ګام وچې باید مقابل لوري یې هرکلی کړی وای؛ خو د هرکلي پرځای هغوی دا د حکومت مجبوریت وباله او د ځان لپاره یې دا یونظامي بری وګاڼه.
اوس طالبانو اعلامیه خپره کړې ده چې مشرتابه یې خپلو قوماندانو ته امر کړی دی چې بهرنیو وسله والو ته په خپلو لیکو ځای ورنه کړي. دا مثبت ګام دی. که موخه دا وي چې طالبان له نورو نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي؛ نو دا یې عملي لاره ده. ځیني وایي چې دا هسې یو نمایشي او تبلیغاتي ګام دی. که دا یو نمایشي او تبلیغاتي ګام هم وي، باید ملاتړ یې وشي او هغوی وهڅول شي چې همدا نمایشي او تبلیغاتي ګام په عملي ګام بدل شي او هغوی خپلې اړیکې له نړیوالو ترهګرو ډلو سره پرې کړي.
موږ د سولې په اړه د ذهنیتونو برابرولو ته اړتیا لرو او ذهنیتونه هغه مهال برابرېدای شي چې د هر مثبت او رغند ګام او نوښت ملاتړ وشي. موږ باید د یو پياوړي او ژمن ملت په توګه د خپلو لوړو ملي ګټو په رڼا کې نظام غښتلی او پياوړی کړو او دې تپل شوې خونړۍ جګړې ته یو ځل او د تل لپاره پای ورکړو.
پای/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته