خبرونهاقتصادټولنه

د سرپل مستوفیت ۱۸۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د مرغومې ۱۸ مه، باختر

د سرپل ولایت د مستوفیت ادارې مسوولینو په دغه ولایت کې د ۱۸۸ میلیونه افغانیو عوایدو د راټولولو خبر ورکړی دی.

د سرپل مستوفي د یاد ولایت د عوایدي کمېټې په غونډه کې ویلي چې د روان کال په ۸ میاشتو کې یې ۱۸۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

هغه د عوایدو د زیاتوالي لامل په کارونو کې شفافیت او چټکتیا یاده کړې ده.

ورته مهال د سرپل والي محمد یعقوب عبدالرحمن اکه په دغه غونډه کې د عوایدو په راټولولو هم ټینګار کړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته