خبرونهاقتصادټولنهTOP

د ستنډرډ ملي ادارې ۱۲ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته مسترد کړل

کابل، د لېندۍ ۷مه، باختر

د سټنډرډ ملي ادارې ایران هېواد ته د ۱۲ ټانکره بې کیفیته تېلو د بېرته مسترد کولو خبر ورکړی دی.

یادې ادارې پر خپله اکس پاڼه ليکلي، چې د فراه په ۷۸میل بندر کې يې ۱۲ټانکره بې کیفیته تیل (ډیزل او پطرول) چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود بېرته ایران ته مسترد کړي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي. 

یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه  نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.

د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې پرون هم ۳۴ ټانکره بې کیفیته تېل د همدې بندر له لارې بېرته ایران ته مسترد کړي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته