خبرونهامنیتټولنه

د سترې محکمې له لوري په جوزجان ولایت کې پر یوه قاتل د قصاص الهي حکم تطبیق شو

 کابل، د کب ۷ مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې په جوزجان ولایت کې پر یوه قاتل د قصاص الهي حکم د تطبیق کېدو خبر ورکړی دی.

سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نن یې د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې په نظر محمد نومي کس چې د امان الله زوی دی او د فاریاب د بلچراغ ولسوالۍ د کولیان کلي اصلي اوسېدونکي وو، د قصاص الهي حکم تطبیق کړی دی.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې نوموړي د ١٤٤٣ هـ ق کال د ٦ مې په میاشت په ۱۲ مه نېټه د خال محمد په نوم یو کس چې د عبدالعلي زوی دی او د فاریاب د بلچراغ ولسوالۍ د کولیان کلي اصلي اوسېدونکي وو په آله جارحه سره وژلی و.

د سترې محکمې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې (یاده موضوع د اسلامي امارت د درې ګونو محاکمو له لوري په خورا دقیق او مكرر ډول وڅېړل شوه، چې په پایله کې پرې د قصاص حکم صادر او تائید شو وروسته دغه پرېکړه د اسلامي امارت د زعيم عاليقدر امیر المؤمنين شيخ الحديث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله حضور ته د تائید لپاره وړاندې کړل شوه، د عالیقدر امیر المؤمنين حفظه الله له لوري هم د دغه موضوع په اړه د وروستي احتیاط په موخه فوق العاده څېړنه وشوه، چې په پایله کې يې په قاتل باندې د قصاص شرعي حكم د تطبيق امر ورکړل شو.)

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې په غزني ولایت کې هم په دوو تنو د قصاص حکم عملي شوی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته