سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د کابينې په غونډه کې د يولــــــړ قوانينو طرحې وڅيړلې شوې

کابل باختردزمري دمياشتې ٢١ :

د افغانستان د اسلامي جمهوريت دکابينې غونډه نن غرمې وروسته دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رئيس محمداشرف غني په مشرۍ دجمهوري رياست په ارګ کې  جوړه شوه .

دجمهوري رياست دچارو د ادارې  دمطبوعاتو اوعامه پوهاوي رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ : 

لومړى دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينې په هېواد کې  وروستي تروريستي بريدونه په کلکه وغندل او ددغو وحشيانه بريدونو او دتروريستانو دتمويل او سمبالولود اصلي منابعود غبرګون په وړاندې يې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمداشرف غني له تاريخي وينا سره  خپل ژور او هر اړخيز ملاتړ څرګند کړ او دافغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس ته يې دافغانستان داسلامي جمهوريت ددولت  دوروستي دريځ په اړوند دټول ملت دملاتړ ډاډ ورکړ.

دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينې دهېواد دوسله وال پوځ دکړنو دستاينې په

ترڅ کې  دلوى خداى (ج) له دربار څخه  ددغو پيښو شهيدانو ته دفردوس جنت ، پاتې کسانو ته يې دجميل صبر او ټپيانو ته دسملاسي روغتيا هيله وکړه.

له اجندا سره سم  دبانکوالۍ دقانون  طرحه چې په  ١٣٠١ کال کې د وزيرانو شورا له  خوا تائيد شوې وه  خو تراوسه پورې  پړاونه يې  په ملي شورا کې  نه دي بشپړ شوي  د عدليې د وزير او دافغانستان بانک دلوى رئيس له خوا غونډې ته وړاندې شوه  او څرګنده شوه  چې دغه قانون ته داړتيا  او استعجاليت په نسبت  دولسي جرګې دکميسيونونو نظريې په دغه قانون کې په پام کې ونيول شي او دې ته اړتيا ده چې په  ډير لنډ ممکن وخت کې پړاونه يې بشپړ شي .

دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينې  ، دبانکوالۍ د قانون طرحه په اصولو کې تائيد کړه  او دعدليې  او دماليې وزيران او دافغانستان بانک  لوى رئيس يې موظف کړل  چې دغه قانون دې  دغونډې له يادونې سره  سم تصحيح او بشپړکړي او تقنيني فرمان يې د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررئيس  دتوشيح په مقصد چمتو کړي.

وروسته  دعدليې  وزير  دډله ييزو اطلاعاتو د خصوصي وسايلو  دتاسيس اوفعاليت دڅرنګوالي دمقررې طرحه  چې  دډله ييزو اطلاعاتو دوسايلو  او دهغو دبنسټونو دتاسيس  اوبنسټونوپه څرنګوالي پورې داړوندو چارو د تنظيم، له مسووليت منننې سره دډله ييزو اطلاعاتو دخصوصي وسايلو  دفعاليت دملاتړ، دآزاد فعاليت دزمينې  دبرابرولو او دډله ييزو اطلاعاتو دوسايلو دکارکوونکو دحقوقو اوامتيازونو دتامينولو په مقصد  په څلورو فصلونو  او يوڅلويښتو مادو کې برابره شوې  او دافغانستان داسلامي جمهوريت دکابينې د ١٣٩٤ کال دثور دمياشتې د٢٣نيټې له پريکړې سره سم بيا څيړل شوې ده ، غونډې ته وړاندې کړه.

د افغانستان داسلامي جمهوريت  کابينې  د ډله ييزو اطلاعاتو د وسايلو د تاسيس اوفعاليت دمقررې طرحه تصويب کړه  او دعدليې  او دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوجۍ وزيران يې موظف کړل چې ددغې مقررې د ٣٢ مادې  ٢ فقره دې تصحيح اوبشپړه کړي.

د غونډې دکار په دوام دعدليې وزير  د اوبو دسرچينو او د آبي تاسيساتو دحريم دتګلوري دمقررې  طرحه  چې   داوبو دسرچينو او د آبي  تاسيساتو په تګلوري او حريم کې  دممنوعيت يا محدوديت دټاکنې ، ساتنې او وضع کولو، دهغو ککړتيا دمخنيوي او د ادارو دمکلفيت او د اوبو دسرچينو  او دهغو تاسيساتو دتګلوري او حريم دساتنې په مقصد په   ٥ فصلونو او  ٣٦ مادو کې برابره شوې ده،  غونډې ته توضيح کړه  چې له مفصلو خبرو وروسته  دغه طرحه  له  ٥ مادې څخه تر ١٥ مادې پورې په  حذفولو سره  له  ١١ او ١٢ مادې پرته تصويب شوه .

د عدليې  او د انرژۍ او اوبو وزيران او د ځمکې د خپلواکې ادارې لوى رئيس موظف کړى شول  چې په حذف شويو مادو کې داوبو دسرچينو او د آبي تاسيساتو دتګلوري او حريم په باب ددويم فصل موضوعګانې بيا وڅيړي او ددغې مقررې   دضميمې په توګه دې دکابينې راتلوونکې غونډې ته وړاندې کړي.

دغه راز دعلومو اکاډمۍ  دپوهانو  دمعاشونو دزياتوالي په اړوند دافغانستان دعلومو اکاډمۍ دقانون  د ٢٧ مادې   او دلومړۍ ګڼې دضميمې دځينو مادو دتعديل طرحه دعدليې دوزير له خوا غونډې ته وړاندې شوه  چې له مفصلو خبرو وروسته دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينې دغه طرحه تائيد کړه او دعدليې  او ماليې  وزارتونه يې موظف کړل  چې دهغو داکاډميسينانو او کانديد اکاډميسينانو دعلمي کادر دامتيازونو اجرا کول  چې په نورو وزارتونو کې دنده تر سره کوي ، په دغه قانون کې د بودجې له طرزالعمل سره سم تصحيح او بشپړکړي.

دغونډې  دکار په دوام دمالي او دښارواليو د چارو دپلټنې  ، داخلي پلټنې ، دداخلي پلټنې په صلاحيت کې دشاملو واحدونو ، دماليې وزارت دداخلي پلټنې د ادارې  اود داخلي پلټوونکو دصلاحيت  په ګډون  دعامه چارو  دادارې  او دعامه لګښتونو دتنظيم دمقررې دځينو مادو دتعديل اولغوه کولو طرحه دعدليې دوزير له خوا غونډې ته وړاندې شوه او پريکړه وشوه  چې  ددغه تعديل طرحه دې   دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس په مشرۍ او دعدليې اودماليې دوزيرانو او دپلټنې  دعالي ادارې  درئيس په ګډون په غونډه کې   دتصميم نيولو په  مقصد وڅيړل شي .

وروسته دبهرنيو چارو وزير  هندوستان ته دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رئيس په سفر کې  دافغاني لوري د ژمنو دتحقق  دڅرنګوالي په باب غونډې ته مفصل توضيحات ورکړل او زياته يې کړه  دکابينې له پريکړې سره سم د بهرنيو چارو وزارت  په هند ، پاکستان او منځني ختيځ  کې دمحصلانو د ستونزو د لرې کولو  په مقصد د سندونو حق التصديق  برابراو دتصميم نيولو په مقصد دجمهوري رياست مقام ته وړاندې کړي  دغه راز  دکلکتې او حيدر اباد په ښارونو کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دقونسلګرۍ دجوړولو په اړوند يې لازم مطالعات هم ترسره  کړي دي.

په همدې ترتيب دسوداګرۍ اوصنايعو وزير دهندوستان له هېواد سره  دسوداګرۍ  دانکشاف په اړوند غونډې ته مفصل معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه سره له دې  چې دافغانستان   اوهندوستان ترمنځ  دسوداګرۍ دودې اوپرمختيا زمينې برابرې دي  خو  دواګه  بندر له لارې هندوستان ته دافغانستان دټولو محصولاتو دصادرولو داجازې دنه ورکولو په باب دپاکستان له خوا  دترانزيتي  تجارتي  موافقه ليک او د ( اپتکا) د وروستۍ موافقې نه منلو  دغه زمينه محدوده  کړې  او له بله پلوه دپاکستان له لارې   له هندوستان څخه افغانستان ته   له مالونو سره  دافغانستان د بار وړونکو وسايطو د ستنيدو دمجوز نه ورکول   له هندوستان سره دسوداګرۍ دپراختيا دمحدودولو په برخه کې يوه بله ستونزه شوې ده .

دغه راز په واګه بندر کې   دپارکينګ  دمناسبې فضا او يا ديخچال لرونکي ځاى  نشوالي  او دهېواد په دننه کې يو شمير شتو ستونزو هم  له هندوستان سره  دسوداګرۍ دپراختيا دمحدودولو  په لاره کې  اغيزه  کړې ده .

وروسته د لوړو زده کړو وزيرې له هېواد څخه په بهرکې دافغان محصلانو دستونزو په اړوند وويل  :  دهندوستان  دمعتبرو پوهنتونونو لست  چمتو شوى دى   او دغه راز دهندوستان په دريو پوهنتونونو کې په  بيلابيلو درسي برخو کې د محصلانو ستونزې څيړلې شوي دي اوپه پام کې ده  چې د  ايديسل   کمپنۍ په تفاهم ليک کې  چې په  هندوستان کې دافغان محصلانو دځاى پرځاى کولو کې کار کوي ، نوى  نظر وشي  چې ددغو ستونزو دحل کولو په  لاره کې به  اقدام وشي .

دلوړو زده کړو وزيرې زياته کړه چې  په هېواد کې دځينو بهرنيو سفارتونو له خوا دبورسونو ويش يولړ ستونزې پيدا کړي دي او  ددې غوښتنه کوي چې ددغو بورسونو پړاونه دې دلوړو زده کړو  وزارت دبورسونو د کميسيون له لارې بشپړشي.

په دې ترڅ کې  دافغانستان او دبورس ورکوونکو هېوادونوله خوا په خپل وخت دمحصلانو دمدد معاش   دنه ورکولو  دستونزې په باب هم خبرې وشوې .

دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينې  له هر اړخيزو خبرو وروسته دغه مراتب  تائيد  او تصويب کړل :

_  د هندوستان ، پاکستان ، ايران  او دمنځني ختيځ  په هېوادونو  اوپه نورو هېوادونو کې  محصلانو ته يوازې د حق التصديق په باب دبهرنيو چارو وزارت دتخفيف طرحه تصويب ده .

_  دهندوستان  جمهوريت په حيدرآباد ښارکې دافغانستان داسلامي جمهوريت دقونسلګرۍ   جوړول تائيد دي . دبهرنيو چارو وزارت دې دپړاونو په بشپړولو اقدام وکړي.

_  دبهرنيو چارو ، سوداګرۍ اوصنايعو  او دترانسپورت  وزيران  دجمهوري رياست دملي اقتصاد دسلاکار په مشرۍ  موظف دي  چې تجارتي او ترانزيتي موضوعګانې دې دهندوستان له هېواد سره  دپاکستان  هېواد له لارې  دافغانستان داسلامي جمهوريت اوپاکستان ترمنځ له ترانزيتي موافقه ليک سره سم  دمماثل چلند او د اپتکا دغونډې  په پام کې نيولو سره په هر اړخيز ډول تحليل او  وڅيړي  او موافقه شوې طرحه دې دکابينې راتلوونکو غونډو ته وړاندې کړي.

_  دبهرنيو  چارو او دلوړو زده کړو وزيران  موظف دي  چې دبهرنيو هېوادونو هغه بورسونه چې پخوا په افغانستان کې  د بهرنيو هېوادونو دسفارتونو له لارې  په انفرادي ډول  د دولسمو ټولګيو په افغان فارغانو ويشل کيدل  له دې وروسته دې  دغه بورسونه دلوړو  زده کړو وزارت د بورسونو دويش  دعالي  کميسيون له لارې  ترسره شي .

_   د ماليې ، د بهرنيو چارو او دلوړو زده کړو وزارتونه موظف دي  چې  په بهرکې  

دافغان محصلانو مدد معاش په درې مياشتني  ډول وليږدوي او مياشت په

مياشت دې وويشي .

له اجندا سره سم  دفوايدعامې وزير په  کوتيف کنوانسيون کې   داوتيف  ددولتونو ترمنځ سازمان کې دافغانستان داوسپنې  دپټلۍ د ادارې  دغړيتوب  غوښتنليک غونډې ته پيشنهاد کړ او زياته يې کړه چې  دافغانستان د اوسپنې د پټلۍ اداره  دترانسپورتي سيستم د ودې    او  د اوسپنې دپټلۍ له لارې  دترانزيتي ترانسپورتي  آسانتياو دبرابرولو په  خاطر  له نړيوالو سازمانونو سره   پيوستون ته اړتيا لري چې  داوتيف  ددولتونو ترمنځ   په سازمان  او دکوتيف   په کنوانسيون کې  دغړيتوب په ترلاسه کولو سره  به  دافغانستان داوسپنې  دپټلۍ اداره   دنړيوال ترانسپورت له قوانينو او مقرراتو سره سم  دترانزيتي خدمتونو دوړاندې کولو او د وارداتو او صادراتو  د ترسره کولو ځواکمني پيدا کړي.

دغه موضوع دافغانستان داسلامي جمهوريت  دکابينې له خوا تصويب شوه .

وروسته دماليې وزير  دګمرکي سندونو دنه لرونکو زغروالو وسايطو دپړاونو دبشپړولو دطرزالعمل  دطرحې په اړوند غونډې ته مفصل توضيحات وړاندې کړل او زياته يې کړه  دغه  طرزالعمل  دامنيت  دتامينولو ، دګمرکي ورودي سندونو   له نه لرونکو وسايطو څخه داستفادې دقانوني کولو  او دعوايدو دترلاسه کولو په  مقصد  برابر شوى دى او د لومړي اعلان  له نيټې څخه وروسته دشپږو مياشتو لپاره اعتبار لري  او دتمديد وړ  نه دى  چې په همدې موده کې  دګمرکي ورودي سندونو  دنه لرونکو زغروالو وسايطو  خاوندان مکلفيت لري  چې دګمرکي اوترافيکي پړاونو  دثبت او بشپړولو په لاره کې  خپل غوښتنليکونه موظف کميسيون ته وسپاري  ، له دې پرته به وسايط يې ضبط شي .

دافغانستان داسلامي جمهوريت  کابينې   دګمرکي سندونو دنه لرونکو زغروالو وسايطو دپړاونو دبشپړولو  دطرزالعمل طرحه تصويب کړه  او دماليې   او دکورنيو چارو  وزارتونه يې موظف کړل  چې دهغه دپړاونو  په بشپړولو کې  دې لازمې اداري آسانتياوې برابرې کړي او  دولتي  زغروال وسايط دې هم ثبت  اوراجستر کړي.

په  همدې ترتيب  دافغانستان داسلامي جمهوريت  کابينې دماليې  ، ترانسپورت ، سو داګرۍ اوصنايعو  او دکورنيو چارو  وزارتونه موظف  کړل چې دګمرکي سندونو دنه لرونکو  غير زغروالو وسايطو  دپړاونو دبشپړولو په لاره کې دې  يو جلا طرزالعمل برابر  او دکابينې راتلوونکو غونډو ته دې  وړاندې کړي.

دکابينې د غونډې دکار په دوام دښځو دچارو وزيرې  د جندر  او دښځو د چارو  دکميټې تشکيل  او د دندو لايحه  چې دجمهوري رياست ددويم مرستيال په مشرۍ  او دښځو دچارو دوزيرې او د يوشمير مقاماتو او کارپوهانوپه ګډون  غونډه کې  څيړل شوې وه ، غونډې ته طرحه کړه چې له هر اړخيزو خبرو وروسته تصويب شوه.

دغونډې په پاى کې   دتروريزم ،  تجزيې غوښتنې او  دبنسټالنې پرضد د همکارۍ  

په برخه کې دافغانستان داسلامي  جمهوريت او دشانګهاى دهمکاريو دسازمان   دتروريستي ضد سيمه ييز جوړښت ترمنځ دهمکارۍ پروتوکول   او دافغانستان داسلامي جمهوريت او دترکيې جمهوريت ترمنځ دمالي او نظامي همکارۍ  موافقه ليک  او د څلور اعشاريه اوو  مليونو ترکي ليرو   له  کومکي پيسو څخه داستفادې دشرايطو په برخه کې دهغه  تطبيقي پروتوکول  په باب  دبهرنيو چارو دوزير له خوا  غونډې ته مفصل معلومات ورکړى شول   چې له هر اړخيزو خبرو وروسته  دافغانستان داسلامي جمهوريت او دترکيې جمهوريت ترمنځ  دمالي او نظامي همکارۍ موافقه ليک او تطبيقي پروتوکول تائيد شول او دکورنيو چارو وزارت موظف کړى شو  چې دتروريزم ، تجزيې غوښتنې  او دبنسټپالنې پرضد دهمکارۍ په برخه کې دشانګهاى دهمکاريو دسازمان ( اسکورتاس )  دتروريستي ضد سيمه ييز جوړښت ترمنځ پروتوکول دې  دزيات غور په مقصد د ملي امنيت دشورا غونډې ته وړاندې  کړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته