خبرونهاقتصادټولنه

 د زابل د ترافیکو مدیریت ۲۲ میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي

کابل، د وري ۴ مه، باختر

د زابل د ترافیکو مدیریت په دغه ولایت کې د پاکستان لاس موټرو ته د پلېټونو د ورکړې او موټر چلوونکو ته د لایسنس د وېش له درکه  ۲۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د زابل د ترافیکو مدیرملا عصمت الله عبید د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د پاکستان لاس ثبت شویو موټرو ته د پلېټونو ورکړې پروسه په عادي توګه روانه ده او په پایته رسېدو سره به یې سلګونه میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې په یاد ولایت کې ۱۰۰۷ موټرو ثبت شوي، چې ټولو ته به نمبرپلېټونه ورکړل شي.

د یادونې وړ ده، چې ښايي په راتلوونکي کې د یاد مدیریت عواید نورهم لوړشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته