خبرونهفرهنګ

وروستیو سېلاوونو د غزني سردار تاریخي غونډۍ هم زیانمنه کړې

کابل/ د چنګاښ ۲۳ مه / باختر

د لوی اختر په لومړۍ ورځ په غزني ښار کې سېلاوونو پر ځاني زیان سربېره د سردار تاریخي غونډۍ هم زیانمنه کړې ده.

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي حبیب الله مجاهد وایي چې سېلاوونو د سردار تاریخي غونډۍ سویل او لوېدیځ ځینې برخې زیانمنې کړې، چې بیا رغولو ته اړتیا لري.

ښاغلی مجاهد وايي چې دوی به ډېر ژر د سردار تاریخي غونډۍ بشپړ راپور کابل ته واستوي او له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره به په همغږۍ کې، لومړني اقدامات ترسره کړي چې د خپل سرو خلکو مخه په یاده سیمه کې ونيول شي.

مجاهد وایي چې هیچاته به اجازه ورنکړي چې لاس یې د سردار تاریخي غونډۍ آثارو ته ورسېږي.

د لرغون پېژندونکو په خبره، د سردار تاریخي غونډۍ، تاریخ د کوشانیانو په پير پورې تړاو لري چې زرګونه قلمه تاریخی آثار د یادې غونډۍ په لمنه کې موجود دي، چې له یادې جملې څخه یو شمېر تاریخي آثار په څلوېښتمه لسیزه کې د ایټالیا هېواد لرغون پېژندونکو په مرسته افغان لرغون پېژندونکو لاسته راوړل او یاد تاریخي آثار اوس مهال د هېواد په موزیمونو کې ساتل کېږي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته