کابل / د سلواغې ۱۶ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن مازیګر د هوتخلېو قوم له دیني عالمانو او مشرانو سره په سپیدار ماڼۍ کې وکتل.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې مولوي عظیم الدین، مولوي ضیاءالحق او د هوتخلېو قومي شورا رییس ملک حاجي نادر خان د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او له اسلامي امارت څخه یې خپل ملاتړ څرکند کړ او خپلې غوښتنې او وړاندیزونه یې هم شریک کړل.
دوی د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه په کابل ښار کې د هوتخېلو قوم د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو غوښتنه وکړه او اسلامي امارت ته یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
په همدې حال کې مولوي عبدالکبیر د هوتخېلو قومي شورا د دیني عالمانو او مشرانو له ملاتړه مننه وکړه او ویې ویل چې اسلامي امارت به یې غوښتنو او وړاندیزونو ته لازمه رسیدګي وکړي.
ن/ر