سیاستخبرونهTOP

د رییس الوزرا مرستیال: اسلامي امارت د ملت له بطن څخه را ټوکیدلی نظام دی

 کابل، د چنګاښ ۱۱ مه، باختر

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير د کابل د عالمانو د سترې غونډې د درېیمې ورځې په ناسته کې وویل، چې اسلامي امارت له ملت څخه بېل نه دی، ملت او اسلامي امارت سره یو دي؛ ځکه اسلامي امارت د ملت له بطن څخه را ټوکېدلی نظام دی.

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال وویل چې افغانانو د تاریخ په اوږدو کې د اسلامي ارزښتونو او د هېواد د ازادۍ او استقلال د ساتنې لپاره سختې مبارزې او جهادونه کړي دي.

هغه وویل، چې الله تعالی په داسې حال کې د دې غونډې د جوړېدو سعادت رانصیب کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد په ټول قلمرو بشپړ حاکمیت لري.

په خبره یې، لکه څرنګه چې مو دغه نظام د قربانیو په پایله کې لاس ته راوړی، همدا رنګه د دې نظام د ساتنې او پياوړتیا له پاره په راتلونکي کې نورو قربانیو ته هم حاضر او چمتو یوو.

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير وویل، چې اسلامي امارت له ملت څخه بېل نه دی، ملت او اسلامي امارت سره یو دي؛ ځکه اسلامي امارت د ملت له بطن څخه را ټوکیدلی نظام دی.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت د خپلو مخالفینو پر وړاندې سالم سیاست لري، که هر څوک غواړي چې هېواد ته راشي، ازادانه راتلای شي او د دې لپاره اسلامي امارت باصلاحیته کمیسیون ټاکلی، چې دوی کولای شي، په مسؤلانه ډول راشي او خپل هېواد کې په عزت ژوند وکړي.

هغه وویل، چې اسلامي امارت زموږ او ستاسي ګډ کور دی، د دې نظام ساتنه او ځواکمن کول، زموږ او ستاسې مشترکه وجیبه ده.

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال ديني عالمانو ته په خطاب کې وویل چې، تاسو بايد د اسلامي امارت او ولس ترمنځ د پله رول ولوبوئ، خپل نظام کمزورۍ ته مه پرېږدئ، بايد د ولس او اسلامي امارت ترمنځ درځ او لري والی رانشي.

په همدې حال کې د پنجشېر دیني عالم شیخ قیام الدین حنیف وویل، چې په کارونو کې د اهلیت او مسلکیتوب موضوع خورا مهمه ده، اسلامي امارت باید دې ته ډېره توجه وکړي او کار اهل کار ته وسپاري.

ديني عالم مفتي محمود ذاکري وویل، چې عصري علوم اصلاً د مسلمانانو ايجاد دی، اوس کفارو راڅخه غصب کړي او پر موږ يې د جنګي او فکري وسلې په توګه استعمالوي، موږ بايد خپل دغه ايجاد په خپل لاس کې واخلو.

مفتي محمود ذاکري زیاته کړه، څرنګه چې د اسلامي امارت مشرانو په ولايتونو کې زرکسيزې مدرسې جوړې کړې، همداسې دې د عصري علومو لپاره زرکسيز پوهنتونونه جوړ کړي.

مفتي وویل، چې علماء کرام د عصري علومو مخالف نه دي، مسلمانانو آن په درېيمه هجري پېړۍ کې پوهنتونونه درلودل، هغه وخت غربيان مطلق وحشيان وو، نو زموږ همدا نظر دی چې اسلامي امارت بايد عصري علومو ته ډېره توجه وکړي.

په ورته وخت کې ديني عالم عبدالمتین حسیني وویل، چې هغه ملت کامیاب ملت دی، چې له خپل اسلامي حاکمیت سره  خپلې مشورې شریکې کړي؛ دغه حاکمیت موږ ته په ډيره لوړه بیه لاس ته راغلی دی.

عبدالمتین حسیني زیاته کړه چې باید خپل کادرونه ورزو، تخصصي برخې تقویه کړو، چې هېواد مو د صالحو او ژمنو کادرونو او ظرفیتونو له پلوه پر ځان بسیا شي.

هغه وویل، چې اسلامي امارت د ډېرو قربانيو په پایله کې حاکم شوی دی، د ولس د معنوي خدمت تر څنګ بايد د دوی مادي پرمختګ ته هم توجه وشي، په هره برخه کې متخصصين وروزئ او په مختلفو برخو کې یې له وړتیا څخه ګټه واخلئ.

د غزني دیني عالم مولوي صاحب جان د کابل د عالمانو په ستره غونډه کې وویل، چې اوس الحمد لله، په هېواد کې د قدرت جزیرې ختمې شوې، ټول هېواد تر یو واحد قیادت لاندې دی.

هغه وویل چې په هېواد کې امنیت تامین دی، عدالت شته، د فساد، رشوت، غصب او ظلم مخه نیول شوې، که احیانا څوک د کوم جرم مرتکب کېږي، هغه تعقیبږي او محاکمو ته سپارل کېږي.

د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شیخ محمد خالد حنفي د کابل د عالمانو په ستره غونډه کې وویل، چې اسلام یو جامع دین دی، تاسې له موږ غوښتنه وکړه، چې یسر وکړئ او عسر مه کوئ؛ خو الحمد لله، په تېرو لسو میاشتو کې هیڅوک نه دی زیانمن شوی، موږ هر اقدام په تدبر سره کړی او دا د الله تعالی حکم دی.

د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شیخ محمد خالد حنفي د کابل د عالمانو په ستره غونډه کې وویل، د کابل ښار چې یو پاک ښار دی، دلته شل کاله اشغالګرو  د فکرونو پر تسخیرولو کار کړی دی؛ موږ د حجاب په باره کې یوه طرحه ترتیب کړه، چې په هغه کې موږ ډېر زیات یسر او اساني لحاظ کړې.

هغه وویل، چې د افغانستان مسلمان ولس له خپل اسلامي نظام څخه د منکراتو مخنیوی غواړي، که څه هم د امر بالمعروف وزارت کوښښ کوي چي د خپل ولس دغه غوښتنه پوره کړي؛ خو د عالمانو مسئوليت دی چې د خپلې ټولنې په اصلاح کې پوره کوښښ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په مرکز کې د افغانستان د دیني عالمانو له جوړې شوې غونډې د هېواد په ګوټ ګوټ کې خلک ډېرې هیلې لري، هېوادوال په تمه دي چې یاده غونډه کې به مهمې پرېکړې وشي چې پر مټ به یې په هېواد کې زیاتې ستونزې حل شي.

د ننګرهار د باختر آژآنس سیمه ييز خبریال په جلال آباد ښار کې له ښاریانو سره خبرې کړې او هغوی ورسره د غونډې په تړاو خپل نظرونه او هیلې شریکې کړې دي.

د اوسېدونکي د هېواد په دې اساسو شرایطو کې د جیدو عالمانو په غونډه کې ترسره کېدونکو پریکړو ته هیله من دي.

د یاد ولایت  د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکی امید خان وايې چې هیله من دی چې د کابل د عالمانو په غونډه کې به یو شمېر ستونزو ته د دیني عالمانو د مشورو او پرېکړو پر اساس د پاې ټکی کېښودل شي.

هغه له دیني عالمانو غواړي چې د شریعت په رڼا کې په پوره صداقت د هیېواد د ښه راتلونکي لپاره ښې پرېیکړې وکړي.

د جلال آباد ښار اوسېدونکی خلیل خاطر وايي، د غونډې له ګډونوالو یې هیله او غوښتنه دا ده چې د هېواد د ملي ګټو د تحقق او د نظام د مشروعیت د لا پیاوړتیا لپاره قانع کونکي دلایل وړاندې کړي چې له لارې یې نړیوال په دې قانع کړي چې دغه نظام په رسمیت وپېژني.

د چپرهار ولسوالۍ اوسیدونکی رحمن الله همراز وايي، هیله من دی چې دیني عالمان به په دې غونډه کې د خپلو اسلامي او افغاني ګټو په نظر کې نیولو سره داسې پرېکړې وکړي چې افغانانو لپاره به ګټورې او د منلو وړ وي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د دیني عالمانو ستره غونډه چې ۳۵۰۰ عالمانو، قومي مشرانو او مخورو په کې ګډون کړی، دوې ورځې وړاندې پیل شوې چې نن به پای ته ورسېږي.

د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد ویلي چې د یادې غونډې د امنیت لپاره د ښار په بېلابېلو سیمو کې ۱۲ زره سرتېري ځای پر ځای شوي دي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته