امنیت

په سرپل کې دسولې له پروګرام سره دطالبانو ديو سيمه ئيز قوماندان پيوستون .

کابل- باختر دمرغومي څوارلسمه
په سرپل ولايت کې دوسله  والوطالبانو د ډلې يو سيمه ئيز قوماندان له جګړې څخه  لاس واخيست  اوعادي ژوند يې غوره کړ .
ملا نياز چې ويل کيږي په سرپل کې دطالبانوديو مشهور قوماندان  مولوي نذير د ډلې يو قوماندان و ، ددغه ولايت دملي امنيت دمامورينو دهلوځلو له امله نن  دسولې له پروګرام سره   يو ځاى شو .
  دسرپل ولايت  دملي امنيت داداري  يو مسوول  ډګروال عبدالرب باختر اژانس ته وويل  ملانياز ژمنه کړې ده  چې له دې وروسته  به دخپل هيواد دامنيت دتامينولو او دهيواد دبيا جوړولو په  لاره کې  هڅه او هاند وکړي .
  ويل کيږي  چې دطالبانو دغه سيمه ئيز قوماندان کلونه کلونه دصياد ولسوالۍ  په مربوطاتو کې  په تروريستي فعاليتونو بوخت و .
سيمه ئيزو مقاماتو عادي ژوندانه ته ددغه قوماندان  ستنيدل دصيادولسوالۍ دامنيتي حالت  په  ښه والې او دسولې له پروګرام سره  دطالبانو  دپيوستون  دبهير په ګړندي کولو کې اغيزمن وباله .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته