خبرونهنړۍ

د ریاض او اسلام اباد تودې اړیکې؛ سعودي دفاعي پلاوی پاکستان کې دی

نړۍ، د وري ۲۹ مه، بهرنۍ رسنۍ

د پاکستان دفاع وزارت نن چهارشنبې د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، د سعودي عربستان د دفاع مرستیال وزیر طلال بن عبدالله بن ترکي العتیبي د دوه ورځني سفر په موخه اسلام اباد کې دی او ټاکل شوې له پاکستاني دفاعي چارواکو سره د دوه اړخیزو دفاعي پروژو د بشپړولو په اړه خبرې اترې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې تازه د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان السعود هم پاکستان ته سفر کړی وه او د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د پانګونې په برخه کې د پخوانیو تړونونو د پرمخ وړلو په اړه خبرې کړې وې.

باید وویل شي، چې له ۱۹۷۰ زیږدیز کال راهیسې پاکستاني پوځيان د سعودي سلطنتي ماڼۍ د ساتنې په برخه کې د سعودي پوځ ملتیا کوي او دغه راز ریاض بیا پاکستانیو افسرانو او پیلوټانو ته په خپلو پوځي اکاډمیو کې د زده کړو ترلاسه کولو زمینه برابره کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته