سیاستخبرونهTOP

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند (س) له مشر سره وکتل

کابل، د کب ۸مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون ماښام د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند (س) له مشر او د حقانیه دارالعلوم له نایب مهتمم مولانا حامدالحق، د دې ګوند د غړي سید محمد یوسف شاه او ورسره پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې حامدالحق، په افغانستان کې د اسلامي نظام په ټینګښت خوښي وښوده او د افغانستان او پاکستان ملتونه یې ورونه یاد کړل.
نوموړي وویل، چې دواړه ملتونه ګڼ اسلامي، فرهنګي او ټولنیز ارزښتونه او مشترکات لري.
هغه د دواړو هېوادونو اړیکي مهمې او ګټورې وبللې او ویې ویل، د پاکستان علماء او ولسونه د دواړو هېوادونو ترمنځ ښې اړیکې غواړي او هیله لري چې د کابل او اسلام آباد تر منځ پر اقتصادي همکاريو سربېره سیاسي اړیکې هم پراخې شي، څو دواړو ولسونو ته یې ګټه ورسېږي.
نوموړي د افغانستان د شتمنیو په کنګل کېدو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې دغه ډول یو طرفه او ظالمانه اقدامات افغانان زیانمنوي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، مولانا حامدالحق او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او ویې ویل، چې په افغانستان کې اسلامي نظام د افغانانو هیله وه چې د پوره کېدو لپاره یې ډېرې قربانۍ وزغملې.
هغه وویل، اسلامي امارت له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکي غواړي او اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه هېچا ته ګواښ پېښ شي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د اړیکو په رغښت کې د علماوو ونډه مهمه یاده کړه او ویې ویل، چې دا مهال په افغانستان کې بشپړ امنیت تامین دی او هیچا ته د تخریبي اعمالو اجازه نه ورکول کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته