امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١٣
څلور تنه وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې د امنيتي ځواکو سره دجګړې په بهير کې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دمطبوعاتي دفتر مرستيال تورن نصرت الله جمشيدي دباختر آژانس خبريال ته وويل: نن سهار دفارياب ولايت دقيصار ولسوالۍ دکنجک په کلي کې له پوليسو سره د طالبانو دجګړې له امله څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل: اوس دنويد په نامه عمليات دسرپل ولايت دسوزمه قلعه په ولسوالۍ او د تندر -١٩ په نامه عمليات دتخار ولايت په درقد ولسوالۍ کې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته