سیاستخبرونهTOP

مسکو په ملګرو ملتونو کې د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ ورسپارلو غوښتنه کړې

کابل، د غوايي ٤مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره وکتل.
کابلوف په دغه کتنه کې ویلي، چې مسکو په ملګرو ملتونو کې د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ د ورسپارلو غوښتونکی دی.
کابلوف زیاته کړه، له اسلامي امارت سره به د روسیې مثبتې اړیکې دوام ولري او روسي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي له داعش او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت هڅې وستایلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو په پراختیا او د همکاریو په دوام ټینکار وکړ.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او وویل، چې اسلامي امارت د افغانستان په اړه د مسکو له دریځ څخه هرکلی او له مرستو یې مننه کوي.
سیاسي مرستیال له افغانستان سره په سیاسي، فرهنګي او د بنسټونو رغولو په برخه کې د روسیې د مرستو د اړتیا یادونه وکړه او ویې ویل، چې د کابل او مسکو ګډې هڅې کولای شي په سیمه کې د ګواښونو مخه ونیسي.
نوموړي هیله څرګنده کړه، چې په مسکو- فارمټ کې افغانستان ته رسمي غړیتوب ورکړل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته