سیاستخبرونهTOP

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په ازبکستان کې د افغانستان سفارت فعالیتونه وستایل

کابل، د کب ۲۴مه، باختر

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون ناوخته په ازبکستان کې د افغانستان اسلامي امارت له سرپرست سفیر مولوي مغفورالله شهاب سره وکتل.

سرپرست سفیر په دغه کتنه کې په ازبکستان کې د افغانستان سفارت د کړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته مالومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د یاد سفارت مسوولین د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا ټینګښت او په هغه هېواد کې افغانانو ته د ښو خدمتونو برابرولو هڅې کوي.

په ورته وخت کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال په ازبکستان کې د افغانستان سفارت کړنې او فعالیتونه وستایل او ويې ویل چې کابل او تاشکند په دیني، تاریخي او کلتوري برخو کې ګڼ مشترکات لري او لازمه ده، چې د سفارت مسوولین د دغو اړیکو د لا پیاوړتیا هڅې وکړي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال همدارنګه په ازبکستان کې د افغانستان سفارت له مسؤولینو څخه غوښتنه وکړه، چې په یاد هېواد کې افغانانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته