سیاستخبرونهامنیتTOP

د ریاست الوزار سیاسي مرستیال: د امنیتي ځواکونو د ښې همغږۍ او د ملت په همکارۍ به تر اختر وروسته هم د امنیت د تامین هڅې جریان ولري

کابل، د وري ۲۶مه، باختر 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال  د اختر په مناسبت د خپلو لیدنو په لړ کې پرون د امارت له یوشمېر مسوولینو، دیني عالمانو، مجاهدینو او قومي مشرانو سره وکتل.

 یادو قومي مشرانو او دیني عالمانو د نېکمرغه کوچني اختر په ورځو کې د امنیت په ټینګښت خوښي وښوده او د اړونده مسوولینو قدرداني یې وکړه.

هغوی وویل:«ولسونه د مجاهدینو او امنیتي مسوولینو له نیک چلند څخه خوښ او له اسلامي امارت سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي».

په ورته وخت کې  د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له راغلو مېلمنو څخه په مننې وویل، چې هر افغان په ډاډمنه فضا کې د ژوند کولو او خوښي نمانځلو حق لري او اسلامي امارت یې د دې حق ادا کول خپل مسوولیت بولي.

 هغه زیاته کړه، د امنیتي ځواکونو د ښې همغږۍ او د ملت په همکارۍ به تر اختر وروسته هم د امنیت د تامین هڅې جریان ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته